د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

اوږۍ اميل

د د اغلۍ اوږۍ اميل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

اوږۍ اميل د عبدالظاهر لورپه ١٣٤٦ هـ ش کال دلغمان په ښکلى وﻻيت کې زيږيدلې لمړنۍ زده کړې يې د کابل د خوشحال خان مينې د سپين کلي په ليسه ، منځنۍ زده کړې يې دافشارو په منځنۍ ښوونځي کې اود مريم د عالي ليسې څخه په کال ١٣٦٢ کې فارغه اود کانکورله ازموينې وروسته د ځمکې پيژندنې پوهنځي ته بريالۍ اوپه کال ١٣٦٦ کې له نوموړي پوهنځي څخه فارغه شوې ده. په کال ١٣٦٧ کې دانيستيتوت تحقيقاتي کيهاني کې چې د جيوديوزۍ اوکارتوګرافۍ رياست څخه يو رياست دى په کار پيل وکړ، ورسته د درې کالود يونسکوپه ملي کميسيون کې يې خپلې دندې ته ادامه ورکړه ورسته د ښوونې او روزنې دثانوي تدريساتو په رياست کې دعلمي غړې په توګه  په دنده وګمارل شوه . بيا يې درې کاله په کليد راډيو کې د پښتو نطاقې او پرديوسرې په توګه يې کار وکړ اوترهغه ورسته دوه کاله مې د اريانا راډيو تلويزيون کې دنده ترسره کوله او اوس په ملي تلويزيون کې د شومه دم انګازې خپرونه پرمخ بيايي.

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

د اوښکو بارانبشپړ شعر ولولئ

د اوښکو باران

د اغلۍ اوږۍ اميل

وخت چې زما هيلونه لاسونه په ســــــــــــر واړول
ماهم له دې غمه ډک جـــــامـــــــونـه په سر واړول

مانه په ژوندون کې د نجات ساحل چې ورک شولو
ما دغم درياب کې طــــــــوفـــــــانونه په سر واړول

دا ماشوم زړګى چې مې زندان ستـــا دغمونو شو
ما پدې زندان کې ځنــــــځيــرونه په ســــــر واړول

خوب ارام چې ﻻړستا له غمـــــــــــه زما سترګونه
ماپه تورو شپوکې شوګيــــــرونه په ســـــــر واړول

تاکه مې دګل غوندې نازک زړګى زخــــــمي کړلو
ماهم دغاټول غوندې داغونه په ســـــــــــــر واړول

خير دى که اميل شوم اودغم غاړې ته ولـــــويدم
ګوره چي مې څنګه فريادونه پـــــــــه ســر واړول

راته وخاندهبشپړ شعر ولولئ

راته وخانده

د اغلۍ اوږۍ اميل

اې زما دمينې مسته ليونيه
ته پوهيږي ؟
چي زما د زړه په کورکې
يوه نوې رنګينه غوندې وږمه په چليدو ده
زما دهيلو مړاوې شوې غوټۍ بيا په غوړيدو ده
راته وخانده په مينه
هسې شانې
چې د درد اود غمونو له ماښامه رابهر شم
دغزلو اوسندرو
په ښايسته غوندې انداز کې
ستا د زړه محل ته درشم
راته وخانده په مينه
هسې شانې
چې زه تانده سده غوټۍ شم
ستا اميل شم ستا اوږۍ شم
يوه مسته ليونۍ شم