د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د اغلۍ اوږۍ اميل شعرونه

د اوښکو باران

وخت چې زما هيلونه لاسونه په ســــــــــــر واړول
ماهم له دې غمه ډک جـــــامـــــــونـه په سر واړول

مانه په ژوندون کې د نجات ساحل چې ورک شولو
ما دغم درياب کې طــــــــوفـــــــانونه په سر واړول

دا ماشوم زړګى چې مې زندان ستـــا دغمونو شو
ما پدې زندان کې ځنــــــځيــرونه په ســــــر واړول

خوب ارام چې ﻻړستا له غمـــــــــــه زما سترګونه
ماپه تورو شپوکې شوګيــــــرونه په ســـــــر واړول

تاکه مې دګل غوندې نازک زړګى زخــــــمي کړلو
ماهم دغاټول غوندې داغونه په ســـــــــــــر واړول

خير دى که اميل شوم اودغم غاړې ته ولـــــويدم
ګوره چي مې څنګه فريادونه پـــــــــه ســر واړول

د شاعر نور شعرونه ←