د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د اغلۍ اوږۍ اميل شعرونه

راته وخانده

اې زما دمينې مسته ليونيه
ته پوهيږي ؟
چي زما د زړه په کورکې
يوه نوې رنګينه غوندې وږمه په چليدو ده
زما دهيلو مړاوې شوې غوټۍ بيا په غوړيدو ده
راته وخانده په مينه
هسې شانې
چې د درد اود غمونو له ماښامه رابهر شم
دغزلو اوسندرو
په ښايسته غوندې انداز کې
ستا د زړه محل ته درشم
راته وخانده په مينه
هسې شانې
چې زه تانده سده غوټۍ شم
ستا اميل شم ستا اوږۍ شم
يوه مسته ليونۍ شم

د شاعر نور شعرونه ←