پښتو ادب · شاعران
اجمل خټګ
د اجمل خټګ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
روښانه سیاست
مینه رانــــــه پت غواړی، وطن رانه خدمت غواړی
يه! مــــــګرو داسې سیاست نوی حکمت غواړی
راشي چې دا مینه او غېرت سره جرګه کړو اوس
وخت ګورې نن داسې یو روښانه سیاست غواړی
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اجمل خټګ
قیصه خو ستا د زلفوده دا تــــــــــــــورې شپــــــــــې چــــــــرته
د ښکلو اننګو مینه زړګـــــــوټـــــــــو تــــــــــه لمبـــــــــــې چرته
ستا حسن دی وفـــــــا وفــــــــا ، ستـــــــا میـــنه ده دیدن دیدن
رقیب چـــــرتـــــه، غمــــاز چرته، بانې چــــــرتــــــه، نخرې چرته
چې ښکلې ښکلې سترګې دې مســـــکې، مســــــکې، ادا،ادا
بیا نورې نومزې چرته، کـــــــاســـــــــې چــــــــــرته، نشې چرته
چې زه هم شم او ته هم شې، جمال هم شی، وصال هم شی
دا هــــــرڅــــــــــه میــــــنه میــنه شی، ګیلې چرته، مانې چرته
خټک د یار کوڅه کې لېونی لېـــــــــونــــــــــی ډېـــــــــر ښه دی
دا تورې مسلې چرته، داسپــــــــــینې فلسفې چـــــــــــرتـــــــه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اجمل خټګ
په یوه مینه تمام عمر لـــــوګېــــــــدلـــی ژوندون
بله ډیوه تر سپين سحره ســـــــوزېـــدلی ژوندون
په کومه مینه، کوم سرور،کوم لېونتوب کې تېر شو
لکه ډیوه په تورو شپو کې بلـــــــــېدلــــی ژوندون
دلته زخمی، هلته ستی، دلــــــته زنځیر، هلته دار
څومره مصروف وو دا زموږه زوریـــــــــدلــی ژوندون
لکه غوټۍ د ازغو منځ کــــــــــــې په خندا سحرته
داسې تېريږی د یـــــــارانـــو غم لړلی ژونـــــــدون
ازغو د زړه په سر سوری کړو، ګل فروشو خرڅ کړو
لکه ګلاب وه دا زموږه غــــــــوړېـــــدلـــــی ژوندون
خټک د خوب غوندې د مینې په ځانګو کــې تېر کړو
په انتظار کې تر سکېدلی، کړېدلی ژونــــــــــــــدون
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اجمل خټګ
زما سپرلی هم زیړ خزان شی سوزېدو تــــه راځی
رېبار د یار د نوم ســــــــــره زوروو تــــــــــــه راځی
چې مې څه ولیدل څه واورېدل د ژونــــــد په ګودر
دا اوسنۍ پېغلې فقط خپـــــــلو نخــــــرو ته راځی
دا خپل خاورین کنډول راواخله شومـــلې راوړه پکې
بس، که د نورومیخانې که زما پــــــــښو تـــه راځی
داستا د خېره مې توبه شه خو داســــپی ګرې کا
چې غل ئې پرېښو زما کور ته غپیــــــدو ته راځی
چې سپرلی د چا مخصوص شونو پکار مې نه دی
زما سپرلی به زما خپــــــــلــو پـــــرګنــو ته راځی
د خوشحال ننګ او د بابا د میـــــــــــنې لاره نیسه
په دې به سره ډولۍ خټکه! پښــــــتنو تـــه راځی