د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي اجمل خټګ شعرونه

غزل

په یوه مینه تمام عمر لـــــوګېــــــــدلـــی ژوندون
بله ډیوه تر سپين سحره ســـــــوزېـــدلی ژوندون

په کومه مینه، کوم سرور،کوم لېونتوب کې تېر شو
لکه ډیوه په تورو شپو کې بلـــــــــېدلــــی ژوندون

دلته زخمی، هلته ستی، دلــــــته زنځیر، هلته دار
څومره مصروف وو دا زموږه زوریـــــــــدلــی ژوندون

لکه غوټۍ د ازغو منځ کــــــــــــې په خندا سحرته
داسې تېريږی د یـــــــارانـــو غم لړلی ژونـــــــدون

ازغو د زړه په سر سوری کړو، ګل فروشو خرڅ کړو
لکه ګلاب وه دا زموږه غــــــــوړېـــــدلـــــی ژوندون

خټک د خوب غوندې د مینې په ځانګو کــې تېر کړو
په انتظار کې تر سکېدلی، کړېدلی ژونــــــــــــــدون

د شاعر نور شعرونه ←