افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
قیصه خو ستا د زلفوده دا تــــــــــــــورې شپــــــــــې چــــــــرته
د ښکلو اننګو مینه زړګـــــــوټـــــــــو تــــــــــه لمبـــــــــــې چرته
ستا حسن دی وفـــــــا وفــــــــا ، ستـــــــا میـــنه ده دیدن دیدن
رقیب چـــــرتـــــه، غمــــاز چرته، بانې چــــــرتــــــه، نخرې چرته
چې ښکلې ښکلې سترګې دې مســـــکې، مســــــکې، ادا،ادا
بیا نورې نومزې چرته، کـــــــاســـــــــې چــــــــــرته، نشې چرته
چې زه هم شم او ته هم شې، جمال هم شی، وصال هم شی
دا هــــــرڅــــــــــه میــــــنه میــنه شی، ګیلې چرته، مانې چرته
خټک د یار کوڅه کې لېونی لېـــــــــونــــــــــی ډېـــــــــر ښه دی
دا تورې مسلې چرته، داسپــــــــــینې فلسفې چـــــــــــرتـــــــه