پښتو ادب · شاعران
حیات الله وړ
د حیات الله وړ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
حیات الله وړ د ښاغلی عبد الله صداقت زوی پر ۱۳۶۱ لمریز کال د الینګار ولسوالۍ په ازاد کلا نومي کلي کې زوکړی دی.
لومړنۍ زده کړې یې د جلاله کمپ د حضرت ابوبکر صدیق په لومړنې ښونځي کې تر سره کړي او منځنۍ یې په اتحاد لیسه کې بشپړې مړي دي. له پنځو کلونو راپه دیخوا یې شاعرۍ ته مخه کړې، له هماغه وخته یې شاعري بخه وه. وړ د خپلو عواطفو او اساساتو بر لاسی انځور ګر دی، د خپل چاپېر چل غوښتنې او انځورونه په هنري بڼه د لیوالو او مینه دی، والود زړونو پر پاڼو انځوروي، دی هم د نورو شاعرانو په څير د مینې او صمیمیت د نیا غواړي چې د ښکلا دنګه ښاپیرۍ په کې ملکه واوسي او پر زړونو رنګینۍ ووېشي.
وړ لا د عمر له مخې د ژوند په کاروان کې ډېر مزل نه دي وهلی او د نورو مخکښو شاعرانو په څير تجربه هم نه لري خو بیا هم پر دې بریالی شوی چې د خپلو نغمو ترنګ په ډېر مهارت سره د نورو په زړونو کې وکري، تر اوسه یې ډېرې ځلېدونکې ملغلرې پېیلي، ګڼو مجلو لو ورځپاڼو ته یې لېږلي چې ډېرو خلکو به دده له رنګینو امیلونو ځنې خوند اخیستی وي، که چېرې ( وړ ) په همدې ډول له تصنع او ناشعوري اندود نه ځان و ساته نو ژرده چې د فکري او شعري بلوغ پر لوري به بر یمن ګامونو واخلي
شعرونه
4 خپاره شوي شعرونه
مینهبشپړ شعر ولولئ
مینه
حیات الله وړ
منم چې ډېر به درته سر ټیټوي
ډېربه ولاړ هم درته لاس په نامه
ډېرو به هم ستا د ښکلا مذهب کې
په خپلې مینې کې افراط کړې وي
خو ګرانه!
زه درته محتاج نه یمه
هو. زه مین یم پر تا زیات له ډېرو
خو پر تا نه !
ستا په شکلا یم مین
چې ته یې جوړ له غنمرګې خاورې
جانانه زه پر هغه چا مین یم
همدا کافي ده چې هماغه ذات ته
پرتورو خاورو سپین تندی لګووم
د ورځې زرځلو نه هم لاسېوا
چې وینم تا
او زه مې خدای یادووم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حیات الله وړ
کټ مټ په حسن کي پوره دا ستا په شان غـــــــوندې دی
ستورو په تاسو کې دایو مې د جانان غـــــــونـــــــدې دی
یوه اسره د خپل میــــــــن زړه پـــــــــه ګــــوګــــــل کې لري
دلتـــــــه مـــې کــــــــلي کې دایو سړي د ځان غوندې دی
وشوه موده چې پرې د ښـــــــــکلو بنـــــــدیـــــــزولګېده
زمـــــــا دا زړه هــــــــــم د ویجاړ افغانستان غوندې دی
بس د هر چا لاس په کې پروت دی اوشکوي یې ترېنه
زما وطن د ملامت سړي ګرېوانــــــه غـــــونـــــــدې دی
د چا د مرګ په فیصلو کې خــــو یـــــــــې مـــــــه را اخله
تاته د خپل فکر کتاب هم د قــــــــران غــــــونــــــدې دی
تور غلهبشپړ شعر ولولئ
تور غله
حیات الله وړ
په سپینو مین روح مې تر اسمانه پـــــــــــــورې ځـــــــي
چې هره شپه د ستورو تر حهــــــــانـــــــــه پـــــــورې ځي
که ګوندې د اځل بیا ړرتــــه ډالـــــــــۍ د خنداور کړي
ریبــــــــــار مــــــــــې د سلګـــــــــیو تر جانانه پورې ځي
ظا لمه ! ستا د لاسه به دا ټول کـــــــــلی تـــــــــبا شــــي
زما بېوسه چیغې تر اسمــــــــانـــــــه پـــــــــورې ځـــــي
دې تورو غلو ته خدای خبر دا غـــــټ زړونه چاورکړل
غمیـــــــــو پـــــــسې اوس تـــــــر بـد خشانه پورې ځي
که څومره شم بې زوره په خپل ځان خومې وس بر دی
لاسونه مې تر خپل څیرې ګرېـــــــوانــــــه پــــورې ځي
زمـــــــــا زړه کــــــــې پیــــــــــداشي د ولس د قتل وېره
چې روغې ته دوی ( وړه ) تـــــــــر قــــــــرانــه پورې ځي
د ژوند پېغلېبشپړ شعر ولولئ
د ژوند پېغلې
حیات الله وړ
سیکو ته د ښایست مې یې کچکول نیـــــــولــــی دی
جانان له ډېره نخله ځان راټـــــــــول نیـــــــــــولـــی دی
له کومې به مو تږی روح د ژوند پېغلې خړوب کړي
دېوانو د اجـــــــل تــــــــــرې ګــــــــودر ټول نیولی دی
خیـــر بــــــــیا به راته نوي د فطرت سندرې زده کړي
بلبل د تخیــــــــل مـــــــــې غـــــــــزل بــــول نیولی دی
چې ستوري د دعاوو مې تیارو ته ډیوې نـــــــــه دي
سپوږمۍ مو د امین چاپېره شول نیــــــولــــــــی دی
تیونــــــــــه د چـــــــینو یــــــــې د اوبو له پیو ډک دي
چې غونډې غونډۍ غېږ کــې بیا غاټول نیولی دی
راځه چې د غزلو په شرابو ستـــــــــرګــــې سرې کړو
ساقي د تغزل راتـــــــــــه کنـــــــــډول نیــــــــــولی دی