د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

اجمل ښکلی

د اجمل ښکلی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

15 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اجمل ښکلی

څو بدرنګ چې غنمرنګ په پيسه اخلي
ښايستونه دي، چې زنګ په پيسه اخلي
 
زمونږ ښار د متضادو مجموعه ده
ځينې سوله ځينې جنګ په پيسه اخلي
 
د زړګوټو دنيا رنګ د وينې غواړي
زمانه ده، چې بس رنګ په پيسه اخلي
 
له ها ځاى نه د ښکلاوو لوګر راشي
مينه رېبي، شوخ وشنګ په پيسه اخلي
 
نور همه د زمانې مغل ته خم دي
يو خوشحال دى، چې اورنګ په پيسه اخلي
 
د ننګونو تبليغ دلته بې مانا دى
دلته خلک شته، چې ننګ په پيسه اخلي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اجمل ښکلی

عمر مو بېځايه، بې صنمه دى
پيل د زندګۍ مو له دې غمه دى
 
خدايه! ورک يې نکړې، پت يې وساتې
کلى مو بېڅوکه، بې کرمه دى
 
اوس له ماښامونو نه ويرېږى خلک
اوس نو سحر نشته، چې بې بمه دى
 
ژوند مو بې له عشقه تکلف شولو
چم مو بې درخو او بې ادمه دى
 
هغه لېونتوب نه اوس پرېوتى دى
ستا اجمل نور ستړى دى، بې دمه دى
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اجمل ښکلی

يو احساس مو زړه کې اوسي، يو ارمان مو زړه کې اوسي
يو ښايستوکى ګلورين غوندې جانان مـــــو زړه کې اوسي
 
 
چــــــې پښتون يـم نـــــــــو دا هـــــــــــــــم راسره ښايي
چې ټپه مې زړه کې اوسي اى قـربان مو زړه کې اوسي
 
 
موږ د وخت په زړه کـــــــــــــــــــې نـه راځــــــــــــو ملګرو
کاينات مو زړه کې پايي او زمان مـــــــــــو زړه کې اوسي
 
 
څه عجبه امتزاج زمــــــــــــــــــونـــــــــــــــــــــږ د ذات دى
چې لنډۍ په ژبه وايو نو قراۤن مو زړه کـــــــــــــــې اوسي
 
 
ستا د سپينې خولې په خيال باندې ژونــــــدي يـــــــــــو
ستا د مينې سپين ايمان مو زړه کــــــې اوســــــــــــــي

 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اجمل ښکلی

زړه چې چاته وګوري، لېــمــــه ګوري
مينه ګوري، ژوند ګوري، خواږه ګوري
 
 
مونږه بې ضميره او بې قدره خــلک
ښه ده، چې وختونه موږ ته نه ګوري
 
 
بې له ښکلا څه شته کايناتـــــو کې
بې له ښکلو چاته ســـــړى وګــوري
 
 
ستا د مينې دا احسان منـم يــــــاره
دا چې زمانه راتــــــــه درانــــه ګوري
 
 
دا ترهګر ترهګر ښايست، ترهګر باڼه
ګرځي، چېرته زړونـه پښتانه ګــــوري
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اجمل ښکلی

نن مې بيا په زړه راوورې، نن مې بــــــيا ته مېلمنه يې
 
هرې ساه سره مې مله يې، څومره ټيــــــنګه پښتنه يې
 
 
 
مونږ د وخـــــــت له ګوتو وتي، زمــــــــانې رټلي خلک
 
چې لا پايو، نو جــــــانـــــانه بس هم تــــــه مو بهانه يې
 
 
 
منشوري  حــــسن څښتــــنې ، پښتني رنـګونه نغاړې
 
د خوشحال بابا ديـــــــــــــوان يې او که پټه خـزانه يې؟
 
 
 
دا لوټلى پېغلـوتـــــوب دې، دا بــې رنګه زندګي دې 
 
اه زمــــــــونــــــږ د ويجاړ کلي بې سرليکه افسانه يې
 
 
 
ما له ګوتې نيسه ياره د غــــــــــــزل پـــــــــه سخته لاره
 
  ته زما د خيال لارښوده، د لفظونـــــــــــو خــــــــــزانه ي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اجمل ښکلی

د هغې ښکلـــــې اوربــــــل دې تــــــل ابــــاد وي 

خـــــير زمــــــــــوږه ارمــــانـــونـــه دې بـــــرباد وي

 

ټـــوله ورځ د ښـــــار د خلــــکو مــخ تــه ځير يم

ګوندې څوک وي چې له ژونده ځنې ښاد وي

 

ستا وعــــدې لـــــــه شيشو جوړې؛ ما ته وايې

چــــې زمـــــا پـــرې بـايد بشــــپـړ اعتـــــــماد وي

 

چې بيا بيا مـــــــــې ورته زړه شي؛ نه پوهېږم 

هسې نــــــــه دا محـــــبت هــــــم اعتـــــياد وي

 

ستا په خــــولـــــــه خو بايده ده چې خندا وي 

دغــــه کــــــور خـــو پــــه رڼـــــا بــاندې اباد وي

 

چې وروګـــــــورې؛ هـــــم داســې وترهېــــــږي 

تــــــه وا شمــــع لګـــــېدلــــــې وي او بــاد وي

 

حـــــافظـــــې يـــــــې بــــايد پاکې وي اجمله!

خلک نه غواړي چې څوک دې ورته ياد وي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اجمل ښکلی

هوا وياړي، څراغونه يې خاموشه کړل

وايي بېلارې اوازونه يې خاموشه کړل

 

خو زه بيا وايمه، چې خدای هم محبت غوښته

چې خبرلوڅي ګلابونه يې خاموشه کړل

 

دا خو ورخم(*) د تالا شويو اوربلونو دی

شپې يې مختورې، دېوالونه يې خاموشه کړل

 

د محبت دې لېونتوب ته خو لږ وګوره

زړه يې ګويانه کړ، لفظونه يې خاموشه کړل

 

چې موږه مرو او دوی ته ښه تماشه جوړه وي

ځمکه يې وسوه، اسمانونه يې خاموشه کړل

 

ستا خندا څه وه، يوه داسې تجربه د ژوند

زما لوستلي کتابونه يې خاموشه کړل

 

چې پر مخ ځي، هوډ په درياب د بدلېدو لري 

سيند يې له شوره ډک کړ، غرونه يې خاموشه کړل

 

اجمل ته خوب ورځي، ګروپونه يې خاموشه کړل

او خپل نهيلي ارمانونه يې خاموشه کړل

ورخم: بوږن

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اجمل ښکلی

خوب وينم، چې ګرچاپېره شړکنده باران وي

خوب وينم، چې رنګ له دېوالونو نه روان وي

 

وخت به ستا رنګين پېغلتوب هم داسې برباد کړي

خلک به ډله ډله له ښارونو نه روان وي

 

تمه د الفت له پستو مه کوه زلميه 

سيند خو همېشه له جګو غرونو نه روان وي

 

څوک خو دې د ژوند په حقيقت باندې موږ پوه کړي

څو به ميخواران خالي جامونو نه روان وي

 

دلته به د زلفو مانا ولې ښامار نه وي

دلته چې مفهوم وي له لفظونو نه روان وي

 

حسن دې بې راجه په دې ښار مه شه ګلابې

ګرد دې د هېندارو له مخونو نه روان وي

 

زړه ستا له اباد حسن نه داسې غوټه يوسم

لکه مسافر چې له کورونو نه روان وي

 

دلته خو اجمله کتابونو وينې توی کړې

ما ويل خوشبوی به له ګلونو نه روان وي

ستا ليکبشپړ شعر ولولئ

ستا ليک

اجمل ښکلی

له مودو نه دې زه ليک ته منتظر وم

له مودو نه مې وه تنده جل وهلې

نن دې ليک راته يوه داسې قاصد راوړ

سپينه توره يې په لاس کې

چې له سر يې وينه څاڅي

مخ يې تور وربوز کې پټ و

او تک تور لباس يې لوند و

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

بهر تېز باران ورېږي

زه ستا ليک په غور لولم

چې قاصد له هغه لرې ملک راوړی

ستا له ليک نه ستا د زلفو خوشبو راشي

او زه غواړم چې مدهوش شم

ستا د تورو عنبرينو زلفو بوی مې

غواړم يوسي د قاف غره تر ښاپېريو

ستا څېرې ته لمر او ټول ستوري ډيوې دي

يا امېل دی ستا پر تکه سپينه غاړه

ستا خبرې تر خوږو شاتو خوږې دي

کلمې دې تر زمزمو هم پستې دي

او زه تږی ستا د دې خوږو خبرو

خو دا ټکي په دې ليک کې داسې تت دي

لکه لاس چې په رڼا باندې څوک کېږدي

او د ګوتو له کونجونو يې بڅري رابهر شي

ستا په ليک کې ځای په ځای سره څاڅکي ښيي

چې يو څوک غواړي، مانا کړي د دې ټکو وربدله

فاصله ډېره وهلې ستا دې ليک ده

او لوند شوى په باران دی

کلمې يې ګډې شوې

زه لګيا يمه، بل کړی مې د خپل زړګي څراغ دی

او نښتې کلمې جلا کومه

لټوم هغه ماناوې

چې د دغو کلمو تر شا دي پټې

چې دي ستا له زړه نه نېغې راوتلې:

نااميده مې له مينې څخه نشې

محبت به مې همېش له تا سره وي

چې اروا دې کله ستړې له دنيا شوه

زما غېږ به همېشه وي درته خلاصه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اجمل ښکلی

موږ د وطن د آبادۍ ساړه ماغزه نه لرو

موږ د جګړو د ګرمولو توده وينه لرو

 

موږه سرټيټې ګنې نه کړلې دا هسکې څوکې؟

موږه رښتيا هم له دې غرونو سره مينه لرو؟ 

 

موږه د دين مخ په نوکارو شوکې شوکې کړلو

موږه جذبه لرو او څه اعلى ترينه لرو؟

 

موږ په سينه کې د ډبرو تک تور زړونه لرو

موږه په تن باندې جامه که څه هم سپينه لرو

 

موږ د پلرونو په وحشت باندې کوو افتخار

موږ له وحشت سره اړيکه څه دېرينه لرو

 

موږه تور داغ يو د انسان پر تکه سپينه لمن

موږه د مينې له وژلو سره مينه لرو

 

هغوى له مرګ نه ځکه ډار کړي چې پر ژوند مين دي

موږه اجمله! وېره ځکه له مرګي, نه لرو