د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

شهزاده شیرین زوي

د شهزاده شیرین زوي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

15 خپاره شوي شعرونه

قلم راواخلمبشپړ شعر ولولئ

قلم راواخلم

شهزاده شیرین زوي

ټوله شپه ستورو او سپوږمۍ سره خبرې کوم
دخوب په لټه بدلوم اړخونه
دلېوني شک مې پرځان راشي
په بېړني نظرخپل ځان ته ځيرشم
نه،نه غلط شومه
ګرېوان ته ځيرشم
خو!
چې سالميت مې دګرېوان ووينم
نو بيا ګمان د لېونتوب لکه ناکام سرتېرى
د زړه مرچل نه شي په تېښته مجبور
        * * *
بيا په بالښت باندې سرکېږدم پښې وغزوم
په دې اُمېد چې ګوندې خوب به راشي
مګرخوب سم لکه د ښکلو پيمان
په انتظار،انتظارستړى کړي ما
       * * *
بېرته راپورته شم قلم راواخلم
د زړه له وينو ورته رنګ جوړکړم
دخيال په لاس د ملت غم راواخلم
د وخت نادودو سره جنګ جوړکړم
په هر رنګ ظلم ادې بوره کړمه
ماته هر يو ظالم ته توره کړمه
انسان ته جوړکړمه د امن جنت
ورته نصيب د عدل حوره کړمه
     * * *
بيا د زخمي زړونو بازار ته ورشم
تار د لفظونو له زګېروي راواخلم
دخيال په نرمو او تنکيو ګوتو
د احساس ستن له اسوېلي راواخلم
څيرې ګرېوان پرې د آيين جوړکړم
له تورو ټکو شعر رنګين جوړکړم
د خیالډولۍ کېبشپړ شعر ولولئ

د خیالډولۍ کې

شهزاده شیرین زوي

زه مخامخ ورته کتلى نه شم
نوردې نکريزې په منګولو  مه ږده
ځکه چې دغه لس کسيزه (ورا)
زما د ژوبل، ژوبل زړه خونې ته
ديوه وخت د وينو ناوې راوړي
   * * * *
زه دګلونو د لمر وړانګو ته هم
دخپلو سترګو پيالې نه شم نيواى
له ګلو سترګې پټوم تېرېږم
دګلو سره رنګ ته مې سترګې برېښي
ځکه د توپ پرچې وهلى ټټر
په سرو مرميو لګېدلى ټټر
په وينو سور،دګلاب ګل غوندې وي
    * * * *
دګلاب سور رنګ مې په دې زوروي
وايم چې سور به وي دا ګل په وينو
يزيد ګلبوټي به په تېغ د اغزي
سورکړى وي حسېن بلبل په وينو
بيا به وي ژوبل بلبل ايښى پرګل
په سپين شبنم پسې ګوګل په وينو
په دې اُمېد چې يې لمده شي ژبه
      * * * *
زه مخامخ ورته کتلى نه شم
داسې مې زړه په څړيکو پېل کوي چې
ته به واى څوک رانه نوکان وباسي
او يا مې مالګه په زخمو دوړوي
چې د نظر غشى مې لاړشي د سرو شونډو پر لور
ماته د سرو وينو  ډنډونه ياد شي
نوردې نکريزې په منګولو مه ږده
* * * *
زما ډېر سره رنګونه،نه خوښېږي
که څه هم ښايي زړه راښکونکي به وي
چاته به خوند د سرو مڼو ورکوي
يا د انار مزه لرونکي به وي
خو په ما ځکه سرې لمبې بلوي
چې د (آمو) له سيند نه پورې پلو
سره،سره لېوان رايادوي زورېږم
     * * * *
خوا مې د تکو سرو رنګونو خوا ته
په دې سبب نه ځي چې اورهم سور دى
اورخو لا څه،د اور وژونکي موټر
او همدا راز د رنځور وړونکي موټر
په سر د سرو،سرو څراغونو  وړانګې
ما شيرين زوى ته قاصدانو غوندې
راوړي د چا د درد او غم خبرتيا
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهزاده شیرین زوي

ټولې خبرې مې غزلې او سندرې شولې
چې مې د زړه د پرهر څړيکې ژبه ورې شولې
 
دسرې خولګۍ ښېرې دې خداى راته دعاوې کړلې
دسرې ماشينې مرمۍ سپينې ملغلرې شولې
 
مومن نظر مې ترېنه تورو، تورو غروته وخوت
چې تورې ، تورې سترګې ستا ورته کافرې شولې
 
د بڼو غشي دې غرور کړل بې اغېزه او که
زما د تن جامې د صبر په ځواک زغرې شولې؟
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهزاده شیرین زوي

غمونه ډير دي را په غاړه ګرانه ځار دې شمه  
مه ځه چې نيم يې کاندو دواړه ګرانه ځار دې شمه

  
ماڼۍ دې اور واخلي،محل دې ورسره لمبه شي
خپلې جونګړې باندې وياړه ګرانه ځار دې شمه  


راځه چې نن د نن په رنګ شو،دسبا په فکر
پرون ګڼه توکړې ﻻ ړه ګرانه ځار دې شمه  


د هر څه هر څه دکانونو مالک مه هېروه
زړګيه خداى
(ج)ځينې يې غواړه ګرانه ځار دې شمه  


راځه د ورک ارمان موندلو  پسې ملا وتړو
ﻻړه بلا  زما نه ﻻړه ګرانه ځار دې شمه  


الله
(ج)دې هر ځاى کې لره د بد مرغۍ له غرمو
سر باندې شنه ونه وﻻړه ګرانه ځار دې شمه   


 ګله پر تا به پردۍ دښته شي ګلزار،ګلزار،خو
زما د زړه باغچه شوه شاړه ګرانه ځار دې شمه  


زه شيرين زوى که کچکول دروړم نو ديدن به غواړم
د چم په سپيو مې مه داړه ګرانه ځار دې شمه  


پورتنى غزل مې دخپل کشر وروردسفرپه وخت ليکى

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهزاده شیرین زوي

خوره مې يې رګ، رګ کې لکه وينه کړې څښتنه(ج)
له سر نه تر پښو مې مينه، مينه کړې څښتنه
(ج)
 
په نه سبب چې زه ورته خړ پړ په کې ښکارېږم
هېنداره مې د يارد زړګي سپينه کړې څښتنه
(ج)

 

زما دغه جنت،جنت هېواد ته د راتلو ﻻر
زورځواکو ته صراط غوندې مهينه کړې څښتنه
(ج)

 

غرور مې اور پسې کړې اوکينه په سيند ﻻهو
ماخپل بنده بې آسه او بې زينه کړې څښتنه
(ج)

 

زما شيرين زوى دغه يوه هيله هم پوره کړې
دا بې مالګې ډوډۍ نور مالګينه کړې څښتنه
(ج)
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهزاده شیرین زوي

ښکليه يو نظر مې د ژوندون پرکتاب وکړه ته!
بيا مې په زړګى د پرهرونو حساب وکړه ته
 
خيردى ګرانه ياره ديوې شېبې تسکين ته،خو
پېښه لږ تر ما لکه څپه د درياب وکړه!
 
جام کې دسپين مخ دې سپينه خوله لکه اوبه راکړه
تږى يمه،تږى دغه کار د ثواب وکړه ته
 
ستا د بڼو سيخ کې مې دى زړه ستاد بارخو په اور
سوځي درنه سوځي لږ دې پام پرکباب وکړه ته
 
خيردى مادې خلک بيا په کاڼو باندې وولي
خو د ګلو څانګې يو ګوزار د ګلاب وکړه ته
 
شرنګ ورکړه بنګړيو ته را واوروه خوږې نغمې
نن خو شه مطرب په مړوند کار د رباب وکړه ته
 
زړه د شيرين زوى په حقيقت کې دى اوبه،اوبه
ياره تاته چا وې چې پرې شک د سراب وکړه ته؟
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهزاده شیرین زوي

شبنم وم دګل غېږه کې ، اغزي ته نصيب راوړم
په هره معنى خپل ځينې، پردي ته نصيب راوړم
 
په شنه چمن کې ومه لکه روح د شنه ګلبوټي
د(سرولمبو ) په سرباندې (لوګي) ته نصيب راوړم
 
ښکلا يمه، ښايست يم، ښکليتوب به يې شم زه،خو
که خال بېرته له(زنې) نه (تندي)ته نصيب راوړم
 
منم چې خاوره يم،خو ګرځوې به مې په ولي
که چيرې دکلال په زيار، منګي ته نصيب راوړم
 
دنيا ته چې مې پرانيستلې سترګې شومه پوه،چې
بېړۍ د ژوندانه کې خپل مرګي ته نصيب راوړم
 
مڼه به شمه زړونو ته به ومومه لاره
اوبه يمه، اوبه،خو که نيالګي ته نصيب راوړم
 
ممتاز نه شهزاده بهرام او بيا يې شيرين زوىکړم
زانګو، تخت او پالنګ ځينې پوزي ته نصيب راوړم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهزاده شیرین زوي

هوښيار وګړي ژوندکې دغه لېونتوب نه کوي
دکار په وخت کې لکه ستوري ويښ وي خوب نه کوي
 
هغه هم وبولو انسان، ورته انسان ووايو؟
چې دې دنيا کې ژوندکوي او مينتوب نه کوي
 
زاړه اوږدې ، اوږدې سجدې لګوي ( ميسو ) پسې
ځوانان د سرو زرو پروا په زلميتوب نه کوي
 
زمونږه ټول سړي ، سړي دي،خو دا نه وايم چې
د ښځو خوي نه لري خپلو کې بنتوب نه کوي
 
ملګرو څوک به مې پيکه بولي هنر او څوک به
خپلو کې وايي شيرين زوى هېڅ سړيتوب نه کوي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهزاده شیرین زوي

تصوير د ښکلي مخ دې ښکليه ياره راسره وي
د زړه جب کې همېش لکه هېنداره راسره وي
يوه شېبه مې نه ووځي د ذهن له کاله نه
دخيال پېغله ده دومره وفاداره راسره وي
چې تخم پرې د نېک عمل د ګلو زرغون نه شي
د زړه سيمه دې بې له دې (شودياره) راسره وي
د حل( ژرنده)يې چېرې چې دانې د ستونزو وروړم؟
تر څو به د ملت په اوږو باره راسره وي؟
محفل کې د مستانو ملغلرې خاورې کېږي
دا پټه خوله مې ښه ده چې کراره راسره وي
دټول هېواد د ودې
خيال مې کورجوړ کړى زړه کې
دا نه چې يو( لغمان )به په دې ﻻره راسره وي
ترڅوچې دژوندون مرچل کې ناست زهشيرين زوييم
قلم به ﻻس کې لکه ماشينداره راسره وي

 *ځوره : يو ډول وينه څښونکى ژوى دى چې په اوبو کې ژوند کوي
د پښتو ادبياتو د لرغونې دورې منظومهبشپړ شعر ولولئ

د پښتو ادبياتو د لرغونې دورې منظومه

شهزاده شیرین زوي

پښتو نظم دوه نيم زره کاله وړاندې
دى د "لوى داريوش" په امر ليکل شوى
په نامه د بغستان يا بېستون کې
د يو غر په يوه ډبره کيندل شوى

لومړنى حماسي شعر چې تر لاس شوى
هغه ده د "پهلوان کروړ" وياړنه
د "پولاد" زوى، د"شينسب" لمسي دې شعر کې
کړې خپله، او د خپل ټبر ستاينه

تر "کروړ" سل کاله وروسته کلام اصلاً
ليک "استاد ابن خلاد" په عربي دى
پښتو کړى "ابو محمد هاشم
بن زيد السرواني و البستي" دى

"شيخ رضي، نصر لودي" دوه شاعران دي
په رشته کې سره دوى د تره بچيان دي
يو دى زوى د "شيخ حميد" بل يې وراره دى
د دوى دوه پاړکي د سوال ځواب په شان دي

د درې سوه او پنځوس هجري شاوخوا کې
له سپېڅلي زړه وتلى مناجات دى
د ملي سندرو وزن ته نږدې دى
"بيټ نيکه" مونږ ته ويلى مناجات دى

"اسماعيل سړبنى" زوى د بېټ نيکه دى
خو لوى شوى د خپل تره سړبن په کور کې
شاعري يې صوفيانه نصيحتي ده
بېلتانه هم سوځولى دى په اور کې

"خرښبون" د سړبن زوى د بېټ وراره دى
اسماعيل ځنې بېلتون په زړه سورى که
مخکې ځي په وروسته ګوري ورته وايي
((بېلتانه "خرښبون" بيا له تا پردى که))

د څلور سوه هجري په شاوخوا کې
د څلور څلوېښت بيتو يوه بوللـه
"شېخ اسعد سوري" په ډېره ښکلې بڼه
د "امير محمد سوري" وير کې ويله

"شېخ اسعد سوري" نه پس بله بوللـه
"ښکارندوى" د محمد سام په باب ليکلې
چې هغه څنګه اټک ځنې اووښتى
او تر هند يې سيمه څه ډول نيولې

پينځه سوه او پنځوس هجري کلونه
دا د "شيخ تيمن کاکړ" د ژوند موده ده
د نوموړي يو مربع نظم اوس هم شته
چې موضوع يې هم مرثيه هم فراقيه ده

په پينځه سوه اتيا هجري سنه کې
"ملکيار غر شين" يو رجز دى ويلى
تر دهلي د غياث الدين لښکر کې تللی
هلته مېشت، هلته وفات، هلته يې څلى

"تايمني" هم د "غر شين" په زمانه کې
په بدلې غياث الدين سلطان ستايلی
په پينځه سوه اتيا هجري سنه کې
دی د غور زمينداور کې اوسېدلی

بل شاعر ددغه دور "شيخ متي" و
شيخ متي ډېر ښه عارف او متقي و
د عباس زوی، د عمر لمسی د غور و
موضوعات د شاعرۍ يې فلسفي و

په شپږسوه درويشت کال دی زېږېدلی
په شپږسوه او اته اتيا وفات دی
کندهار کې يې زيارت مشهور شوی
په "کلات بابا" چې غر کې د کلات دی

د نسب لړۍ يې رسي خرښبون ته
اولادو کې يې "حسن او يوسف" ياد دي
د يوسف زوی "شيخ کټه" خپل نظرونه
"د خدای مينه" نومې ټولګه کې اباد دي

"ملکيار هوتک" مو دی بل نوم وتلی
لسو کسو سره ځان ته جنګېدلی
ملي مشر و په وړاندې د مغلو
په اوه سوه يو پنځوس کې زېږېدلی

"ملکيار" د خپل "هوتک بابا" ستر زوی و
تره يې "توخی" د تره زوی يې "نور بابا" و
"د کلات سېوري" کې مېشت دده کهول و
د "ترنګ رود" ته يې شعر لوست ګويا و

"قطب الدين بختيار" بېلتون کې د ملوکې
راوېستلې دي خوږمن زړګي نه کوکې
اوسېدلی دی د سند په اوش يا اوچ کې
وير يې زړه کې ښخې کړي خپلې نوکې

د "احمد" زوی، د "موسی" لمسی بختيار دی
په شپږسوه دريدېرش يا څلوردېرش سن کې
د اته څلوېښتو کالو په منګ هند کې
عرفاني خيال سره نغښتی په کفن کې

بل شاعر د "باور" زوى "هوتک بابا" دی
د "تولر" لمسى، د "بيټ" له کورنۍ نه
په شپږسوه يو شپېته "اتغر" کې زوکړی
په اوه سوه څلوېښت تللی دې نړۍ نه

"بابا" و لومړى سړى، چې د مغلو
په خلاف يې استعمال توره، قلم کړو
انګازې د ننګ يې هرې خوا خپرې کړې
هرې خوا يې پرې راويښ ويده عالم کړو

بل "اکبر زمينداورى" غزل ويونکی
په ژانر د مثنوي کې هم ماهر و
غوره کړې يې استوګنه وه "داور" کې
له مغلو ځنې سخت متنفر و

"شيخ محمد صالح" ښه عابد، عالم و
جګدلک د کندهار کې و څنګ ناستى
د ليلى د محبت فيض ځنې پرته
د بل چا د منت بار کې و څنګ ناستی

روڼ څراغ د زده کوونکو د مجلس و
يو مخلص شاګرد يې پرانيست نوی باب
په نامه د "الله يار" دې زده کوونکي
کړ "تحفه صالح" نوم د خپل کتاب

"رابعه" د اتيا کم زر شاوخوا کې
کندهار کې زېږېدلې، اوسېدلې
دوه بيتو کې يې څو ډوله سوز نغاړلی
د بېلتون اور سوځولې، کړولې

"زرغونه کاکړ" شاعره او ژباړنه
دا هم وه په پنجويي د کندهار کې
دا خوش خطه، خوش اخلاقه وه سرخيله
د مونثو شاعرانو په کتار کې

دې د "شېخ مصلح الدين" فارسي بوستان دی
پښتو ژبې ته په شعر اړولی
د "ملا دين محمد" زرغونې لور دی
دغه وياړ په نهم قرن کې ګټلی

يوه بله ښه شاعره ښه ليکواله
د "ارشاد الفقراء" اثر مؤلفه
د پلار نوم يې "مموزی شيخ الله داد" و
وه "نېکبخته" هم زاهده هم عارفه

وه نېکبخته په نکاح د "شېخ قدم" کې
د هجري سنې څلوېښت کاله کم زر کې
"متي زی محمد زاهد" د قدم پلار و
اوسېدل د پېښور په اشنغر کې

د "دفتر" په نوم اثر يې چې ليکلی
اصل نوم د "شېخ ملي" ادم ملي و
پلار دده "يوسف" نيکه دده "مندي" و
د مندي نيکه و "کند" پلار يې "خښي" و

ده له "غوړې مرغۍ" کور وړی لغمان ته
له لغمانه ننګرهار ته کوچېدلی
ننګرهار نه کډوال شوی پېښور ته
پېښور کې يوسفزو کې اوسېدلی

"شيخ بستان بړېڅ" يو بل روحاني شخص هم
د همدې دورې اديب، شاعر، ليکوال و
دی اصلي د کندهار د ښوراوک و
خو هلمند ته کوچېدلی و کډوال و

پلار د "شيخ" د "محمد اکرم" په نوم و
"بستان" مړ په يو زر دوه قمري کال دی
د جمعې په ورځ يې تېل د ژوند خلاص شوي
د جمعې په ورځ ګل شوی دا مشال دی

"زرغون خان"په قام نورزى،مېشت په نورزاد کې
نور زاد کلی، جز د لوی زمينداور دی
ژوند يې نهه سوه يوويشت کې بړوس شوی
او په شعر کې ترې خپل يار مرور دی

"بابړخان" د "دوست محمد کاکړ" فرزند دی
د نهمې پېړۍ شاوخوا زمانه کې
هم يې ژوب کې کړی ژوند، هم يې ليکلې
د خپل پلار "غرغښت نامه" همدې موده کې

د پوهانو په اټکل پوره نهمه
"د کجوخان راڼيزي" د ژوند پېړۍ ده
د مزار او ارامګاه په باب يې وايي
چې تر منځه د مردان او سوابۍ ده

"شېخ قاسم" د "شېخ متى" او "شيخ کټه"
هم په نسل کې دی، هم په کورنۍکې
د پلار نوم يې "شيخ قدم" د مور "نيکبخته"
په نو صد څلور پنځوس(۹۵۴)زوکړی "بدنۍ" کې

د الله به ورته دا اراده نه وه
که نه نيت د مرګ يې کړی شاه زمان و
تر شاه وروسته د لاهور "چنار ګړه" کې
له "اکبر" سره ټول عمر بنديوان و

"تذکره اولياى افغان" ده ده
په زرم قمري کال کې تحرير کړې
که څه هم اوس دا ټولګه په لاس کې نه شته
مګر ده هغه مهال کې تحرير کړې

د لرغونو نومياليو څو نومونه
شيرين زوی لکه غمي د هار منظوم کړل
له ماضي يې کړل يو، يو حال ته رانقل
په خپل فن او په هنر فنکار منظوم کړل