د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي شهزاده شیرین زوي شعرونه

غزل

غمونه ډير دي را په غاړه ګرانه ځار دې شمه  
مه ځه چې نيم يې کاندو دواړه ګرانه ځار دې شمه

  
ماڼۍ دې اور واخلي،محل دې ورسره لمبه شي
خپلې جونګړې باندې وياړه ګرانه ځار دې شمه  


راځه چې نن د نن په رنګ شو،دسبا په فکر
پرون ګڼه توکړې ﻻ ړه ګرانه ځار دې شمه  


د هر څه هر څه دکانونو مالک مه هېروه
زړګيه خداى
(ج)ځينې يې غواړه ګرانه ځار دې شمه  


راځه د ورک ارمان موندلو  پسې ملا وتړو
ﻻړه بلا  زما نه ﻻړه ګرانه ځار دې شمه  


الله
(ج)دې هر ځاى کې لره د بد مرغۍ له غرمو
سر باندې شنه ونه وﻻړه ګرانه ځار دې شمه   


 ګله پر تا به پردۍ دښته شي ګلزار،ګلزار،خو
زما د زړه باغچه شوه شاړه ګرانه ځار دې شمه  


زه شيرين زوى که کچکول دروړم نو ديدن به غواړم
د چم په سپيو مې مه داړه ګرانه ځار دې شمه  


پورتنى غزل مې دخپل کشر وروردسفرپه وخت ليکى

د شاعر نور شعرونه ←