افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
ښکليه يو نظر مې د ژوندون پرکتاب وکړه ته!
بيا مې په زړګى د پرهرونو حساب وکړه ته
بيا مې په زړګى د پرهرونو حساب وکړه ته
خيردى ګرانه ياره ديوې شېبې تسکين ته،خو
پېښه لږ تر ما لکه څپه د درياب وکړه!
پېښه لږ تر ما لکه څپه د درياب وکړه!
جام کې دسپين مخ دې سپينه خوله لکه اوبه راکړه
تږى يمه،تږى دغه کار د ثواب وکړه ته
تږى يمه،تږى دغه کار د ثواب وکړه ته
ستا د بڼو سيخ کې مې دى زړه ستاد بارخو په اور
سوځي درنه سوځي لږ دې پام پرکباب وکړه ته
سوځي درنه سوځي لږ دې پام پرکباب وکړه ته
خيردى مادې خلک بيا په کاڼو باندې وولي
خو د ګلو څانګې يو ګوزار د ګلاب وکړه ته
خو د ګلو څانګې يو ګوزار د ګلاب وکړه ته
شرنګ ورکړه بنګړيو ته را واوروه خوږې نغمې
نن خو شه مطرب په مړوند کار د رباب وکړه ته
نن خو شه مطرب په مړوند کار د رباب وکړه ته
زړه د شيرين زوى په حقيقت کې دى اوبه،اوبه
ياره تاته چا وې چې پرې شک د سراب وکړه ته؟
ياره تاته چا وې چې پرې شک د سراب وکړه ته؟