پښتو ادب · شاعران
سردار ولي څرک
د سردار ولي څرک پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
ښاغلي سردار ولي څرک دارواښاد سيدعلي زوى پر کال ( ١٣٦٢) لمريز دجلال آباد ښار په روښان مېنه کې زوکړى دى . نوموړى له آره دچپليار ولسوالۍ دهديا خيلو دسېمې اوسيدونکى دى .
سردار لا ماشوم و چې کورنۍ يې پاکستان ته مهاجره شوه ، او له څو ځايه کډو ګرځولو وروسته يې دشمشتو په کيمپ کې دنورو ډېرو افغانانو په څېر واړول . پلار غريب يې يو او بل ځاى مزدوري کوله او خپلوچيو ته يې دبيګا او سبا نفقه برابروله . په پردي وطن دبې وزلۍ شپې ورځې تېريدي ، سردار دشپږو کالو شو خو لا ښوونځي کې شامل شوي نه و چې پلاريې د ( ١٣٦٨ ) لمريز کال دلوى اختر په دويمه چې دجمعې مبارکه ورځ وه پرداسې مهال چې دجمعې لمانځه ته يې اودس کاوه چې عزرايئل يې له دې ستړې نړۍ سره دتل لپاره اړيکې وشلولې (( روح يې په جنت کې )).
دپلار له مړينې وروسته يې دکورنۍ پالنه د سپين سرې نيا په سر شوه . ښه مې ياد دي چې همدې سپين سرې ادې يې سردار په شمشتو کې ديتيمانو لومړني ښوونځي (( دارالفرقان )) ته راووست او په زده کړو يې بوخت کړ .
نوموړي لومړنۍ زده کړې په دارالفرقان ، منځنۍ هغه يې د جلال اباد ښار په نصرت ښوونځي کې او دثانوي زده کړو بري ليک يې پر کال ( ١٣٨٢ ) لمريز له ميا عمر لېسې واخيست .
د همدې کال دکانکور له ازموينې وروسته نوموړى دننګرهار پوهنتون دکرنې پوهنځي ته بريالى شو خو دلوړو زده کړو له نعمته خپلې بې کسۍ او بې وسۍ لري کړ . او پرځاى يې ددندې موندنې په لټه کې شو .شاعري يې له (١٣٧٧) لمريز راهيسې پيل کړې چې تر دې دمه يې پر دې ټولګه (( ستا داقرار په تمه شپې تېروم )) سربېره يو شمير نور شعرونه او يوه وړه ټولګه لنډې کيسې هم ليکلي .
څرک له بېلا بېلو دولتي او نا دولتي خپرونو ، تلويزيوني چينلونو او اژانسونو سره دخبريالۍ تر لنډ مهاله دندو وروسته اوس دننګرهار علمي او فرهنګي مرکز ((مديوتيک)) له خوا د خپرنيز ارګان (( ننني افغانستان )) مرستيال دى.
په پاى کې څرک ته ددې ټولګې دخپريدا مبارکي وايم او په فرهنګي چارو کې يې دزياتو برياوو په هيله .
شعرونه
13 خپاره شوي شعرونه
څلوریزېبشپړ شعر ولولئ
څلوریزې
سردار ولي څرک
زه يې له اوښكو سره څــــــخمه ساقي
ميو كې ماله تــــــــــه اوبــــــــه مه اچوه
رقيبه! ما ځنې نور غــــــلــــــى شــــه ته
لكه د سپي راپسې خوله مـــــــه اچــوه
۲۰۰۷/۱/۳
* * *
زما په خپل نصيب كې خوند نشته دى
ځكـــــــــه لــــــــــه تــــــانه څه ګيله نه لرم
د ژوند اميد خـــــــــومــــــې پخوا نه نه و
خو د مرګي هم حــــــــــــوصــــلــــــه نه لرم
څلوریزېبشپړ شعر ولولئ
څلوریزې
سردار ولي څرک
د تېرو شپــــــو مې سحر داسې نــــــــــه و
پيكه بــــــــه وو خو مګر داسې نـــــــــــه و
ښار كې به هم جــــــــونې اوبو ته راځي
خو دا بمبه ده، ګـــــــودر داســـــــې نه و
* * *
ما خو دې ميــــــنه كــــې دنيا پرېښوده
ستا دې په ځان دغــــه اتبار دى كه نه؟
رالــــــــه دې حــــــــال د زړګي ووايه ته
ما غوندې ستا هم بې قرار دى كه نه؟
مرور جانان ته !بشپړ شعر ولولئ
مرور جانان ته !
سردار ولي څرک
پر تخت زما د زړګي
ناسته مغروره پاچا
مه شه غرور دې زوال
تاته چې هرڅه ښکارم
ښکارم به ياره درته
خو،
زه همدومره وايم
له ما ملنګ سره ته
خير دى دخداى په خاطر
اى مرور جانانه
زما له مينې ځنې
منکر منکر جانانه
راځه پخلاشه بېرته
راځه پخلا شه بېرته
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سردار ولي څرک
چې ورته وګورم کـــچـــه غــــــونــــــــدې شي
چې ورته نه ګورم خـــــفــــــه غـــــونـــدې شي
زما او ستا دغــــــــــه خـــــــــوږه يـــــــــارانــــه
خداى خو دې نه کړي چې پيکه غوندې شي
چـــــې ستــــرګـــو، سترګو کې يو بل ووينو
زه خــــــو لا ښـــه يــم دا خوله غـــــونـدې شي
رڼا يې هـــرخــــــوا تـــــه د مــــخ خــــــوره شي
چې زلفــــــې لرې کړي ډيـــــوه غــوندې شي
چې پابنــــــدي پــــــه ديـــــــدن ولګېـــــــــږي
مينه نو هغه وخـــــــت خــــــــوږه غوندې شي
چې دې شېـــــــــــبه ســـــــــــرداره ونـــــه وينم
هغه شېبه په ما لمبه غـــــــونــــــــــــــدې شي
سوالبشپړ شعر ولولئ
سوال
سردار ولي څرک
ما خو اشنا نه غوښتل
چې زړګى وبايلمه
ژوند مې لمبه، لمبه كړم
شمار لېونيو كې شم
خو،
ته مې مخ ته راغلې
راسره شوې سترګو په سترګو ياره
زړګىدې يوړو رانه
اور دې راپورې كړلو
لمبه لمبه دې كړمه
نو اوس خو خير دى كنه
ما له دې هم زړه راكړه
چې شمار د تا د مينې
په لېونيو كې شم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سردار ولي څرک
ساعت ، ساعت شېـــــبـه شېبه پښتانه
کوي يـــــو بـــــل ســــــــره جګړه پښتانه
د خير تـــــــه نــــــــه دي خو دشرکارو ته
تيـــــــار لـــــه څېــر مې دي همه پښتانه
دنيـــــــا يــې سيل کوي له ورايه ګوري
په اورکــــې وسول ، شول لمبه پښتانه
دې جنــګ جګړو دې پردېسۍ خاونده
بدرنګ ، بدرنګ کړل ښايسته پښتانه
بس ديو څــــــــو روپــــــــو لپــــاره مدام
سره يو بل وژنــــــــــي ســــــــاده پښتانه
١٣٨٢/٦/٣٠
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سردار ولي څرک
له تــا قــــــربان شمه زار،زار جانانه
ستـــــرګــــــې راواړوه يو وار جانانه
شي چې مــــا وته موسکۍ شې کله
سپرلى سپــــرلى ، بهار بهار جانانه
نور دې هرڅــه په دواړو سترګو منم
خو پام چې ونـــــه کړې انکار جانانه
خير دى په خوله بـه دې نوم نه اخلمه
خو زړګى څـــــنګه کـــړم قرار جانانه
ژوند مې کړ تېر ستا د راتلو په تمه
لــــکه سوالګر ماشوم په لارجانانه
فقــــــير ملنـګ شومه د تا مينه کې
ګنـــــــــې اول ومـــــــه سردار جانانه
١٣٨٢/٦/٣
انقلاببشپړ شعر ولولئ
انقلاب
سردار ولي څرک
هره خوا سپرلى، سپرلى و، هره خوا نغمه، نغمه وه
فطرت ډک له رنګينو و، هره خوا خوږه وږمه وه
شپنو به تل په مينه _دغرو لمن ته ګډې _ وړلې د څرلپاره
شپون به شپېلۍ وهله _ شپنې ټپې کولې
دکلي مستو زلمو به اتڼو کې شغ له څڼو ويستو
چابه رباب ترنګاوه، چابه منګى وهلو
ګودر هم مست و، هر مازيګر به ترېنه، خندا د پېغلو راتله
رود مو ښه مست بهېده
غنم پرېمانه، جوار پرېمانه، وريجې هم وې ډېرې
مړۍ ډوډۍ به رسېده هرچاته
وړو به لوبې کړلې، وو ناخبرله غمه ، دخېټې غم يې نه و
دپاخه عمر خلکو، ژمى پيتاوى، اوړى د ونو لاندې
به يو بل ته سره _ دخپل دتېر عمرکيسې کولې
ټول له خوښۍ سره عادت وو
غم چا نه پېژانده
بس منګي، سيتار، رباب سره يې کار وو
بم چا څه پېژانده
شور د چرچڼو،سيورى د زاڼو او دکوترو غومبر
دې خلکو ښه پېژانده
خو،
يو وخت داسې راغى چې شول داهرڅه بدل
بس د هرچا له خولې به _ دغه آواز راواته _چې انقلاب راغى
په پاکه خاوره زموږ خوني سېلاب راغى
دغه خبر ريښتيا شو، هم انقلاب و هم خوني سېلاب و
هرڅه يې ړنګ کړل ، هرڅه يې له ځانه سره
لکه سېلاب يوړه
ها چې هر وخت به په کې سپرلى، سپرلى و
هلته خزان راغى
د رود اوبه به چې تل لکه د اوښکو داسې
رڼې ، رڼې بهېدې
اوبو هم رنګ وبايله، اوس لکه وينه داسې سرې بهېدې
ها هديره دکلي چې وو يو وخت به په کې
يو څو دشمار قبرونه
هلته کې ځاى دمړي، د خښېدو اوس نشته
هلته کې ځاى دمړي، د خښېدو اوس نشته
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سردار ولي څرک
ما مينه کـــــــــــــــړې ده ما زړه بايللى
په تامې ګرانه اشـــــنا زړه بــــــــايللى
يوازې زه پرتا ميــــــــــن خـــــــو نــه يم
تا باندې ټولې دنيا زړه بــــــــــــــايللى
زړه به خبر وي زه خبر تــــــرې نـــــــه يم
ملګرو ما دى په چا زړه بـــــــــايــــلـلى
يقيـــــــن پـرې وکړه ياره دروغ نه وايم
ريښتيا ،ريښتيا مې په تا زړه بايللى
لــــکه د دوه ورځو ګلاب دى مړاوى
ښــــايـــي سردار دى په چا زړه بايللى
١٣٨٢ /٩ /١٣
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سردار ولي څرک
مــنـــمــــه اور بـــــه په شېبه لګيږي
خــــــــو پــــه وژو يــې زمانه لګيږي
لكه تيركـــــــش دې باڼه داسې ياره
رســـــا، رســــا پــــــه نشانه لګېږي
ستا د وړې خــــــولګۍ خبرې اشنا
په ما خـــــــــــــوږې لكه ټپه لګېږي
هر وختې شنه جوړه كې ګرځه ګلې
تا ســــــــره دغـــــه جوړه ښه لګېږي
۱۳۸۵ لړم ۱۵