د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

پوهندوی سید حسام مل

د پوهندوی سید حسام مل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

زه پوهندوی دوکتور سید حسام مل( په) 1322( هجری شمسی کال دلغمان دولایت  دکله کوټ په کلی کی زیږیدلی ، په) 1337( هجری شمسی کال دلغمان   دمندراوړ  له ابتدایی ښونځی څخه فارغ اوپه کال )1342( هجری شمسی کی دلغمان له روښان لیسی څخه فارغ اوبیا په )1348( هجری شمسی کال کی دننگرهار دپوهنتون دطب

له پوهنځی څخه فارغ اوله فارغیدو څخه وروسته تر)1371(هجری شمسی کال پوری دننگرهار دطب په پوهنځی اودکابل دطب په پوهنځی کی دکوچینیانو دناروغیو په دیپارتمنټو کی دا سستانت ، مدرس ،او ددیپارتمنټ دشف په صفت می دندی سرته رسولی اوتخصصی تحصیلات می دانگلستان دلیورپول په یونیورسټی کی په تروپیکل یا حاروی ناروغیو کی سرته رسولی دی ، علاوتاً په همدی موده کی سربیره په استادی  چی هم د ننگرهار دطب اودکابل دطب شاگردانو ته می درس و رکړی ، دروغتیا په وزارت کی دمور او دماشوم دساتنی دریس ، معین ، دباندنیو اړیکو دریس په حیث می هم دندی تر سره کړی ، اوهم دلغمان په ولایت کی تقریباً له یو کال نه زیات والی اوم، اوله 1993 عیسوی کال راپه دی خوادخپل میرمن اوکوچینیانو سره په جرمنی کی دمهاجرت اومسافری شپی اوورځی یو بل پسی تیروم ، مخکی می کله شعر نه وه ویلی ، یواځی دلته په مسافری کی کله کله شعر وایم ، یعنی شاعر نه یم یواځی دخپل زړه بړاس په اصطلاح سره باسم ،خصوصاً کله چی

وطن می په یاد را شی    . په درناوی داکتر مل

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

5 خپاره شوي شعرونه

شفا شیبشپړ شعر ولولئ

شفا شی

پوهندوی سید حسام مل

چی پلـــــــوولــــــــه مخی لری کړی رڼا شی

دخوښی اوښکی می سترگو کی پیدا شی

 

بی اخــــــــــتیــــــاره زړه می ووځی له واکه

چــــی مــــــــی سترگی دهغه په تماشا شی

 

چــــــــــی پـــــه مینه سره وپوښتی می حال

ټـــــول غـــمــونه یکسره می په صحرا شی

 

دیـــــار میــــــنه اومحـــــــــبت راته دوا دی

دکلونو رنـــــــــــځ می یــــــودم مل شفا شی 

 

دمارچ دریم کال دوه زره اوه  جرمنی

ظلمونه پلوریبشپړ شعر ولولئ

ظلمونه پلوری

پوهندوی سید حسام مل

نن دظلـــــــــــم پـــه بازار کی ظالمان ظلمونه پلوری

مظلوم هم ظـــــــالم شوی چی دظلم په ضد نه ښوری

په سره اورکی خلــک سوځی شتمنو خپل چړچی کا

پیشوایان ټول ظالــم شوی چی بی وسو ته نه گوری

په بټی د استبداد کـــــــــی غریبان خاوری ایری شو

له آ سمانه نه هم په خلــــــــکو دمـــرمیو باران اوری

تاړاکگرو لاس یو کړی گرځوی میـــــچـن په خوارو

ځمکه هم سره شوی خلک تښتی لـــــــــــور په لوری

د انصاف  تله نه تلی دبی وزلـــــــــومتــــــــــاع اوس

ها دعدل اونی وچ شو چی خلک کیناستل تر سیوری

ای خورو ورو بی وزلـــــــــو درنځـــــــــونــــو رنځگرانو

دخلاصون لاسونه ورکړی سره واړه شـــــــــــی هملوری

جرمنی o6 .04 . 07

آرمانبشپړ شعر ولولئ

آرمان

پوهندوی سید حسام مل

نه دیار سری شونډی می بوسه کړ

 نه په شادو سره خوله می خوږه کړ

 

دگــــــــــدر په لار می ونه لید لیلی

نه هغــــــه می بیا تر کوره بدرقه کړ

 

چـــــاتــــــه وژاړم دیار له سنگدلی

په ناســــور ټپونه زړه ځما اخته کړ

 

هیــــڅ دکــــــــوره نه راوځی دباندی

دمل سترگی انتظارو کی خسته کړ

 

دفبوری دوهمه کال دوه زره اوه جرمنی 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

پوهندوی سید حسام مل

دمینی له رغبته هوسو ســـــــره لـــــــــوبیـــــــــــږم
دذهن په هنداره کـــــــی جــــانــــــــان سره اوسیږم
هغه ورځــــــی مـــــــی یاد شو چی هغه می ولیدل
سری شونډو کی مسکا وه ما چی ځیر ورته کتل
چرتونو سره یو ځای د وصال په ټال زنگیــــــــــږم
دذهن په هنداره کـــــــی جــــانــان سره اوسیـــــــږم
دخیالونو په هوا کی د هــــــغـــــــه پـــــــه تما شا یم
بیلتون ځنی ناراض دوصال په تـــــمـــــنا یـــــــــــم
وفا را سره ونکړه له دی غـــــــمـــــــــــــه ژړیــــــــږم
دذهن په هنداره کی جـــــــــانــــــــــــان سره اوسیږم
تصور کی غزوم لاس دیار تــــــــور وربـــــــــــل تـــه
فارغ چی له خیال شم ژړا راشی می خپـــــــل تــــــه
لیونی را ځنی جوړ شو په چرتو کی ډوبـــــیـــــــــــږم
دذهن په هنداره کی جانـــــــان ســـــــــره اوسیــــــــږم
ماضی اوحال می دواړه په چرتونـــــــــو سره تیر شو
له ځانه بی خبره  اصلی ژوند را ځنــــــــــــی هیر شو
 مل چا ته فر یادی شم په سکروټو کـــــــی سوځیږم
دذهن په هنداره کی جــــــانــــــــان ســــــــره اوسیږم
28 .04 .07 جرمنی 
ناولی هیلیبشپړ شعر ولولئ

ناولی هیلی

پوهندوی سید حسام مل

له تـــــــــــاریخه وویریږی پیغور مه پریږدی مسو ته

په مټ وساتی وطن خپل، چی سر لوړ مووی بچوته

 

غلیم ستا سو له نفاقه غواړی خاوری مو ترلاس کړی

دغلیـــــم  نــــــــاولـــــی هیلی ،زررسوا کړی پر گنو ته

 

د پنجاب دحا کمـــــــــانـــــو کرغیړنی هیلی شنډ کړی

لر او بر پښتنو  کیښینــــی ســـــه زرلــــــــویو جرگو ته

 

اتفاق  سره زروکړی تور اوسپین نه لاس پـــــه سر شی

دغلیم مـــــــخ کړی زر تور د نړی  ټول اولســـــــوتـــــــــه

 

که وحــــــــدت  دپښتنوســــــــره  زر ټینگ شو لر او  بر

 مل بری به مو تر لاس شی، غــــــــــلیم پریوزی پښو ته

 

دجنوری اول 2007 جرمنی