د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ارش ننګیال

د ارش ننګیال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

ښاغلي ارش ننګیال  دخدای بخښلي اسحاق ننګيال ځوی په ( ١٣٥٧ )لمريز کال دلغمان ولايت دبسرام په کلي کې زيږيدلی. لمړنۍ زده کړې يې په کابل کې ترسره کړي. اودولسم ټولګي نه دلغمان ولايت دشهيدمولوي حبيب الرحمن له لېسې نه   فارغ شوي .لا په دولسم ټولکي کې وه چې پلاريې په ابدي خوب ويده شواودکورټول مسوليت ده ته ورپاتي شو نو ځکه خو له لوړوزد کړو بی برخې  شو نوموړی چون په يوې رون اندې او فرهنګي کورنې کې زيږيدلی. نو له ماشوم توبه يې له ادب سره اشنايې درلوده. لمړنې دنده يې په ننګرهارکې په کليد مجلې کې تر سره کړه او په همدې ترڅ کې دشرق له راډيوسره هم  همکاري کوله. اودژورناليز په برخه کې شخصي زده کړې کړي دليکوالۍ ترڅنګ يو نيم شعر هم ليکي
درې کاله کيږي چې په( بي بي سي) راډيوکې دليکوال. ژورناليست . پروډيوسر. اوممثيل په توګه دنده ترسره کوي

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

6 خپاره شوي شعرونه

پېغلېبشپړ شعر ولولئ

پېغلې

ارش ننګیال

پېغلې ښکلا دې څه شوه

هغه خنداهغه مسکادې څه شوه
هغه دې زنې شينکي خال دې څه شو ه
هغه چې توره شپه کې
لکه دستورو په څېر سپين ځليده
لکه هنداره به يې لمر سره جګړه کوله
ځوانه
ځوانه ښکلا او شنه ښايسته خالونه مې
دبې تاله ژوند د شتون لپاره
تېره ورځ چاته په ډوډۍ کې ورکړه
دمغرب ګلانوبشپړ شعر ولولئ

دمغرب ګلانو

ارش ننګیال

اي دمغرب

دشنه اسمان ستورې
اي دمغرب
ښار شوګيروسترګو
څومره په ناز
اوپه غرور باندې قدم اخلې
نن دې په زلفوکې
يوڅو غوټۍ دګلو ښکاري
راته سپرلی سپرلی شي
که دې يوځل زموږ سپرلی وليده
که دې په زلفوکې
زموږد سپرلې ګل کېښوده
درنه به هېر شي
ستا د خدای په لا س جوړشوي سپرلی
او ستاد شوخ نظر
پر وړاندې به بر بنډشي
دښکلو محلونو ناوې
خودا يوه خبره واوره جنۍ
زموږه ګلان ستادمغرورو
او بې نوروپيغلو زلفوکې
دانه دانه شي
نه تمېږي
ورته پردۍ ښکارې

ورته پردۍ ښکارې

لمربشپړ شعر ولولئ

لمر

ارش ننګیال

وخت  راته  غمو نه  امېلونه  دي  جوړکړي
غاړه کې بې اچوم قلندرغودې به ګرځم
 
بې شره بې شوره هسکه غاړه به روان يم
رسم  انتها ته  سکندر  غوندې  به  ګرځم
 
ته يم  ځيلوه  زه به په خپل مدارکې څرخم
پټه  خوله جانانه  سمندر  غوندې به ګرځم
 
پټ نيم ښکاره يمه هسک درته و لا ړ يمه
بې لاسونو بې پښودلمر غوندې به  ګرځم
 
د پلا ر غر و ر د مور دعا دواړه  راسره  دي
ننګيال يواځې نيم لښکر غوندې به ګرځم
مينهبشپړ شعر ولولئ

مينه

ارش ننګیال

څومره ساده يمه
په مينه باندې نه پوهيږم
 بنګړې يې مات کړم
په سپين مړوند يې وېنې راشي
هغه مسکې شې راته
او زه غمجن غوندې شم
راته وايي خيردی
په يارۍ کې خو بنګړي ماتېږي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ارش ننګیال

نوردرته نه ګورمه سترګـــــــوتـــــــه لا سونه نيسم
تللی نظرراګر ځومه خپل خيـــــالــــــونــــــــه نسم
 
قلم به مات پاڼې به څيـــــري خيــــال بـــه ووژنمه
نور به يي نه ليکمه تـــاتــــه خپــل شعرونه نيسم
 
دزړه پلازمينه کې دې ځای نه شومه لار بـدلوم
ښار پاتې کېږي رانه ليرې ځمه غرونـــــــه نيسم
 
زه وايم که تللی مردر جانـــان را پيښه وکـــــړی
هرمازيګرورته يوه ځـــــولۍ ګــــــــلونه نـــيسم
 
داځـلی بـيا هـم ننواتــي کوم که نه يي مـــنې
نو په خيرا درپسې لوی لوی زيارتونه نيـــسم
زندګيبشپړ شعر ولولئ

زندګي

ارش ننګیال

بې دشوره
بې دشره
بې دمينې
بې د وينې
بې د سيوري
بې د لمره
بې دستورو
بې سپوژمى نه
بې له تانه
بې له مانه
زند ګي مې پکار نه ده
بند ګي مې پکار نه ده

زه بې شوره يمه خلکه
زه بې شره يمه خلکه
 زه بې مينې يمه خلکه
زه بې ژونده يمه خلکه

بې د يار بې د جانانه
بې چلمه
بې د جامه
زندګي مې پکار نه ده
بندګي مې پکار نه ده

چې هيڅ نه  لرمه ولې؟
پيداشوى يمه ولې؟
 بيا هغه دنيا ده ولې؟
بيا هغه سزا ده ولې؟

هره مور موفا طمه ده
هر زلمى دلته حسين دى
هره دښته کر بلا ده
هر يزيد پکې الله دى
چې هر څه کوي مولا دى

بې له تانه
بې له مانه
بې جنونه
بې ايمانه

زندګي مې پکار نه ده
بنده ګي مې پکار نه ده

 دلته ځمکه کې حکومت دى
دلته ځمکه کې ملت دى
دلته ځمکه کې سزا ده
هر بنده زموږ مو لا دى

 بې حسابه سزا ګانې
بې کتابه سزا ګانې
 دلته هم شته جبريل
دلته هم شته ميکايل
هم حورې دي غلمان دي
 هم جنت شته
هم دوزخ شته
 هم زندۍ هم زولنې شته

جنتيان اوسي ماڼۍ کې
دوزخيان په مرکونډۍ کې
جنتيانو ته شراب
هم ميوې او هم کباب
چې يې زړ غواړي هغه شته
هر څه هر څه اماده شته

موږه لوي شو په دوزخ کې
 موږه پوي شو په دوزخ کې
چې موږ نه يو د حساب
چې موږ نه يو د کتاب

 موږ دوزخ د لته ليدلى
موږ جنت د لته ليدلى
 موږه مرګ دلته ليدلى
موږه درد دلته ليدلى
موږ له لوږې ژړيدلي
موږ له تندې کړيدلي
موږ له پلاره يتيمان
موږ له موره پاتې شوي

 بې له ځانه
 بې له روحه
 بې له دينه
بې دنيا نه
 زندګي مې پکار نه ده
بندګي مې پکار نه ده

چې نه مرګ واى
او نه ژوند واى
داسې بيله زندګي واى
داسې بيله بندګي واى