افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
لمر
وخت راته غمو نه امېلونه دي جوړکړي
غاړه کې بې اچوم قلندرغودې به ګرځم
بې شره بې شوره هسکه غاړه به روان يم
رسم انتها ته سکندر غوندې به ګرځم
ته يم ځيلوه زه به په خپل مدارکې څرخم
پټه خوله جانانه سمندر غوندې به ګرځم
پټ نيم ښکاره يمه هسک درته و لا ړ يمه
بې لاسونو بې پښودلمر غوندې به ګرځم
د پلا ر غر و ر د مور دعا دواړه راسره دي
ننګيال يواځې نيم لښکر غوندې به ګرځم