د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

ښاغلي ارش ننګیال شعرونه

6 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

ښاغلي ارش ننګیال  دخدای بخښلي اسحاق ننګيال ځوی په ( ١٣٥٧ )لمريز کال دلغمان ولايت دبسرام په کلي کې زيږيدلی. لمړنۍ زده کړې يې په کابل کې ترسره کړي. اودولسم ټولګي نه دلغمان ولايت دشهيدمولوي حبيب الرحمن له لېسې نه   فارغ شوي .لا په دولسم ټولکي کې وه چې پلاريې په ابدي خوب ويده شواودکورټول مسوليت ده ته ورپاتي شو نو ځکه خو له لوړوزد کړو بی برخې  شو نوموړی چون په يوې رون اندې او فرهنګي کورنې کې زيږيدلی. نو له ماشوم توبه يې له ادب سره اشنايې درلوده. لمړنې دنده يې په ننګرهارکې په کليد مجلې کې تر سره کړه او په همدې ترڅ کې دشرق له راډيوسره هم  همکاري کوله. اودژورناليز په برخه کې شخصي زده کړې کړي دليکوالۍ ترڅنګ يو نيم شعر هم ليکي
درې کاله کيږي چې په( بي بي سي) راډيوکې دليکوال. ژورناليست . پروډيوسر. اوممثيل په توګه دنده ترسره کوي
ښاغلي ارش ننګیال شعرونه

پېغلې

پېغلې ښکلا دې څه شوه هغه خنداهغه مسکادې څه شوه هغه دې زنې شينکي خال دې څه شو ه هغه چې توره شپه کې لکه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ارش ننګیال شعرونه

دمغرب ګلانو

اي دمغرب دشنه اسمان ستورې اي دمغرب ښار شوګيروسترګو څومره په ناز اوپه غرور باندې قدم اخلې نن دې په زلفوکې يوڅو غوټۍ دګلو ښکاري…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ارش ننګیال شعرونه

لمر

وخت  راته  غمو نه  امېلونه  دي  جوړکړي غاړه کې بې اچوم قلندرغودې به ګرځم   بې شره بې شوره هسکه غاړه به روان يم رسم…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ارش ننګیال شعرونه

مينه

څومره ساده يمه په مينه باندې نه پوهيږم  بنګړې يې مات کړم په سپين مړوند يې وېنې راشي هغه مسکې شې راته او زه غمجن…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ارش ننګیال شعرونه

غزل

نوردرته نه ګورمه سترګـــــــوتـــــــه لا سونه نيسم تللی نظرراګر ځومه خپل خيـــــالــــــونــــــــه نسم   قلم به مات پاڼې به څيـــــري خيــــال بـــه ووژنمه نور به…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ارش ننګیال شعرونه

زندګي

بې دشوره بې دشره بې دمينې بې د وينې بې د سيوري بې د لمره بې دستورو بې سپوژمى نه بې له تانه بې له…

بشپړ شعر ولولئ ←