پښتو ادب · شاعران
قدرت الله حلیم
د قدرت الله حلیم پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
ښاغلى قدرت الله حليم د حاجي امان الله زوى پر ١٣٦٠ ل.كال د هلمندولايت په لښكر ګاه ولسوالۍ پورې اړوند(كارېزكلي) كې
زېږېدلى دى، لايو كلن و چې د ځينو ستونزو له كبله پاكستان ته كډوال شول او په (ځنګل پير عليزي كمپ) كې استوګن شول؛ خپلې لومړنۍ زده كړې يې په بېلابېلو ښوونځيو كې تر سره كړي او منځنۍ هغه يې هم د كوټې په ښوونځيو كې پايته رسولې دي. پر ١٣٧٦ ل .كال يې كندهار پوهنتون ته د كانكور ازموينه وركړه او اوس د همدې پوهنتون، كرنې پوهنځي د درېيم كال محصل دى، د استاد الفت، رحمن بابا او غني خان له شعرونو سره مينه لري او خپله د ١٣٧٨لمريز كال له وږي(سنبلې) مياشتې څخه راپه دېخوا شعرونه ليكي، چې يوه ټولګه يې برابره كړې ده.
د شعر پر لمن يې داسې ارزښتناك توكي هم موندلاى شو، چې پرې ډاډه شو، سادګي، مينه او عاطفه يې د شعر سينګاروونكي توكي دي، كه يې ډېره مطالعه او رياضت وكړ نو اميد شته چې شعر يې نور هم ښه شي. د نورو فرهنګي هڅو تر څنګ اوس د كندهار شريعت غږ راډيو نطاق هم دى، سربېره پر دې د پوهنتون له فرهنګي څانګې سره هم همكاري لري او ددې څانګې مياشتنيو غونډو ته ځينې ډرامې او نندارليكونه هم ليكي، چې په هره غونډه كې مينه والو ته وړاندې كېږي. حليم صيب لاځوان دى او د فرهنګي كاروزيار لپاره يې ډېره انرژي پر ځاى پاتې ده، كه له دې هڅو سره يې مينه همداسې اورنۍ وه نو اميد شته چې ډېر غوره خدمتونه به وكړي
شعرونه
7 خپاره شوي شعرونه
اوښکیبشپړ شعر ولولئ
اوښکی
قدرت الله حلیم
دچا سهار د چا ماښـــــــــــام اوښکې وې !
زما په سترګو کی مـــــــــدام اوښکې وې!
ډيري مي توی کړې په ژوند کې اوښکې!
اوس بـــــــه هم پاته لا يو جام اوښکې وې!
بيا بــــــــه حليـــــــــــم اقتـــــداء نکړم پسی
هرچه پر سترګو د امـــــــــــام اوښکې وې
سوال؟بشپړ شعر ولولئ
سوال؟
قدرت الله حلیم
آشنا داوښکو څو جرګې دي قبلوې ئې که نه؟
د زړه په کور دې ميلمنې دي قبلوې ئې که نه؟
اوښکې مې نه دي دا دزړه له تله وينی څاڅې!
لکه ياقوت له رنګه سرې دي قبلوې ئې که نه؟
ګيلهبشپړ شعر ولولئ
ګيله
قدرت الله حلیم
هره شپه مې ستا په ياد کې ميلمنه شی!
خو دڅـــــــــــــــــوشيبونه پس بيرته ستنه شې!
ډير می نه پريږدي ليــدو ستا دتصويرته
بس! تصوير او سترګو منځ کې مې پرده شی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
قدرت الله حلیم
پرخه پرګل وه پرتـــــــــــه لــــــــمر لا ختلی نه وو
هغه تنکئ ګل لا غوټــــــــــــې وه غوړيدلی نه وو
بلبل به هر سهار چيـــــــــــــغار کړلوپه ډيره مينه
لائې سوروالی دګـــــــــلاب سترګو ليدلی نه وو
بورا به راغله په طـــــــــــواف به شوه غوټيو ځينی
ارمان د زړه ئـــــــــــــــــې وو نيم پاته لاختلی نه وو
سيمه نيــــــــــم فرش وه نيمه خړه دبهار په طمعه
پر ټوله ځمکی لازرغون فرش غوړيدلی نه وو
مينو زړونوکې هـــــــــــــوس لاپه ټوپونو نه وو
منګی پراته وو بر ګــــــــودر ئې لا کتلی نه وو
سيلۍ پر راغله د بهار په هيله ټول تباه شول
حليم ويده وو لا ګلـــــشن ته خوځيدلی نه وو
پرښتهبشپړ شعر ولولئ
پرښته
قدرت الله حلیم
تانده اوښكه چې ګرېوان باندې سپره وه
هغه زما د زړه پــــــــه وينو باندې سره وه
بېلتانه دې شو انــــــــــګار زمـــــــــا لپاره
ځكه جوړه راته لويه انــــــــدېښـــــــــنه وه
څوك به نه و خو بس زه به ګرځېـــــــــــدمه
زما ملګرې يوه د مينې پـــــــرښـــــــــــته وه
هم سهـــــــــــــــار او هم ماښام وم لالهانده
چې پر مــــــــــا كـــــــــــــله راغلې دا څپه وه
تنكۍ مينهبشپړ شعر ولولئ
تنكۍ مينه
قدرت الله حلیم
پاتې مې نيمګړې شوه تنكۍ ميــــــنه
ويې رژوله زما سېــــــــــلۍ ميـــــــــــــنه
نه يې دي خندلي لاد ګــــــــــــل په خوله
زړه كې يې ده پاتـــــــــــــې د غوټۍ مينه
اور به شي، لمبه به شــي، لوګۍ لوګۍ
زړه كې مې تودېــــــــــــــــږي لېونۍ مينه
ناست به تنها خــــــــوښ وي له رمې سره
نه لــــــــــري شپـــــانه بې له شپېلۍ مينه
خوښ مـــې په رښتيا روزګار د مينې دى
نــــه لـــــــــــــــري هېڅوك همېشنۍ مينه
يادونهبشپړ شعر ولولئ
يادونه
قدرت الله حلیم
په زړه كې مې راګرځي څو يادونه د جـــــــــــانــــــــــان
په سترګو سترګو وينم تصويرونه د جـــــــــانـــــــــــان
رويبار هم په سرو سترګو داسې وايــــــــــــي كله كله
غماز څــــــــــــــــــيرل په لاره كې خطــــــــــونه د جانان
يو لاس به روايت د ټول جـــــــــــهان كــــــــــړي راچپه
راځي به ښه بېخاره بيا خيالــــــــــونـــــــــــــــه د جانان
يو رود په خروش روان و، په كې څرك واهه سندرو
ښكاره وو ډكېـــــــــــــدل تر ېــــــــــــنه لاسونه د جانان