د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

اسحاق ننګيال

د اسحاق ننګيال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

اسحاق ننګیال په ۱۳۳۵ لیږدیز لمریز کال کې د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د بسرام په کلي کې زیږېدلی دی.. د پلار نوم یې محمد یوسف دی .لومړی یې د لغمان ولایت په روښان لیسه کې زده کړې تر سر کــــړې.لـه ۱۳۵۳ څخه تر ۱۳۵۵ کال پوری په کابل کی د پولیسو په اکاډمۍ کې په زده کړو بوخت و، او لــه فراغت وروسته دهمدغې اکاډمې  تدریسی غړی شو. ژورنا لیستیک کار یې د څارندوي مجله کی پیل کړ او ډیر کلونه ییورته په پیام ورځپاڼه کی دوام ورکړ. دلتـــه یی هم د پوځی خبریال دنده ترسره کـړه او هم یی زیاته موده په مستقیم ډول د دی ورځپاڼی د ادبي پاڼې د خپریدو مسولیت تر غاړې وو. ننګیال د یوی لنډی مودی لــــپاره د افغانستان د لیکوالو ټولنی د ژوندون مجلی د مسوول مدیریت دنده هم تر سره کړه د یوی لنډي مودی لپاره د اطلاعاتو او کــــلتــور وزارت د شعر او ادب د اداری مسوول وو. په کابل کی د تنطیمی اداری له سقوط نه وروسته وروسته پیښور ته لاړ او هلتــــه یـی د افغانستان لپاره د بی بی سی رادیو د تعلیمی خپرونو په پروژه کی کارپیل کړ، چی د ژوند تر پایه پوری په همدغه اداره کی په خدمت بوخت و.  اسحاق ننګیال، له ۱۳۵۰ لیږدیز لمریز کال راهیسې په شاعرۍ پیل کړی دی.. په خپل ادبی ژوند کی یی یو شمیر جایـزی ګټلی دی.؛ښه به وی چې دلته ئې اثار هم معرفي شي. اسحاق ننګیال د ۱۳۷۷ لمریز کال د ثور دمیاشتی په اتمه د ۱۹۹۸ میلادی کال د اپریل په ۲۸ د سه شنبې په ورځ د ۴۲ کالو په عمر د زړه د دریدو له امله د پیښور په خیبر روغتون کې له نړۍ سترګې پټې کړې او د لغمان د الینګار په بسرام کې په خپله پلرنۍ هدیره کی خاورته و سپارل شو.

انالله وانا الیه راجعون

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

35 خپاره شوي شعرونه

د هيلو بڼبشپړ شعر ولولئ

د هيلو بڼ

اسحاق ننګيال

زړگــــې شـــــو راتـــــــه ویـــلی  پـــه  گـــریـــوان  ورژیــــــــده
ککــــونـــه  مــــی پــــه مــخ  لـــــکه  بــــــــــاران  ورژیـــــــــده
جــــــرس  چـــــــی پـــــه غــــوغــا د بـــیلـــتون او د هــــجـران
د هــــیــــلــو بــڼ بـــی  بــــــــاده بــــــــــــی خـــــــــــزان  ورژیده
گـــوگـــــل  نــــه مـــــروری شــــــوی  د ســـرو  ویـــنو غــوټی
بـــلبـــل یــــــی فــــــــــریادی شــــــو  گــــلـــــستان  ورژیـــده
شــــهیــــدی مـــی شــــــوی خـــدا یه ! د زلـــمی عمر اسری
د ژونــــد  ستــــوری  مــــی ورو ورو له آسمـان  ورژیـــــده
ژړا مــــــــی کـــه پــــه ښــــکلـــو بـــــانــــــدی نـــــه کــوی اثـر
خـــــو زمـــا مــــړ او وســلگـــیـــو تـــــــــه جــــهان ورژیـــــده
اوس راشـــــی لــــږ خــــو وپــــوښتـــی لــه حــاله د نــنګیال
چـــــی څـــــنـــګه یـــــی پـــــه هـــیلـــو گـــورستان ورژیـــده
زما مينهبشپړ شعر ولولئ

زما مينه

اسحاق ننګيال

زمـــا مــــــیــــــنـــــه زمــــــا عــــــــشــــق  زمـــــــا وطــــــــن دې
دا مــــــې  ځـــــــان  دې دامـــې روح  دې  دا مـــې تـــــــن دې
څــــــــــو ژونــــــدې یــــــــمــــــه وطــــن وطــــن  بــــــه وایـــــــم
دا مـــــې بـــــڼ  دا مــــې  جـــــنـــــــت دا مـــــې خــــتـــــــن دې
پـــــــروا نـــــشــــــته  کـــــه پـــــه  ســــرو ویــــنـو  لاهـــو شــــم
هـــــر  مــــیـــن  د ویــــــنـــــو  ســیــــند کـــې لا مـــبـوزن  دې
کــــه مــې  ســـتـرگـــې د غـــلـــیـــمـــو ړنــــــدې نـــــه کـــــړې
راتـــــــه  تــــــوکـــــړې چـــــې بــــې نـــنــــگــــه  او  ډارن   دې
زه د هـــــغــــه  پــــلار نــــیکـــه  رښـــتــــــــیــــــني  زوی  یــــم
چــــې پــــه ګــــور  کـــې مـــردانــه  پــــروت  ســور کـفن دې
لغمان   ۸ ـ ۲ ـ ۱۳۵۳
زما هوډبشپړ شعر ولولئ

زما هوډ

اسحاق ننګيال

کــه مــې ســر پــه بــیخ کــې غــــوڅ شـــــی لـــه تـــنی نــــــــــه
کـــه مــې زړه  پــه مــنگــول و  وځـــې لــه ســــیـــــنی نـــــــــه
کــــه مــــــی دواړه ســــــترگــــــې  ســــر نـه رابـــهــــــر شـــــی
پــــه گـــولــــو کــــه مــــی ســـوری ســـــوری  ټـــــتـــر شــــی
کــــه مـــــې ژبـــــــه پــــه  چــــــاړو لـــــــــــــه حــلــقـه پـری شی
کـــــه مــــې ســــری ویــــنـــی رگــــونـــه  را خـــــــوری شـــــی
د وطــــن پــــه نـــنگ دا ټــــــــول پــــــــه ځـــــان مــــنــــــــــــمه
زه افـــــغان  یـــــــــــمه خــــــپـــل هــــــــوډ  پـــــــوره کــــومـه
*      *     *
پـــــت  مـــــیـــړانـــه راتــــــه پــــــاتــــــــې  لـــــــه پــــــلــــــر وده
نـــــــنگ، هــــمـــت  راتــــه  مـــیـــراث د پـــــلار نــــیکــو ده
زه د تـــــــــورو د شـــــــــرنــــــــگا پــــه ډگــــــــر  لــــــوی یــــــم
زه د ســــــــترهـــــــــسکو  غــــــرو  د څــــــــوکـــو زوی یــم
مــــــا تـــــــه مـــــور د غـــــیرت درس راکــــــړ شـــیدو کـــــې
روزل شــــــــوی یـــــــم پـــــه غـــــیـــږ دتــــــو پـــا نــــو کـــــــی
زه تــــــوپــــــــان یــــــــم  ســــــــــــیلاوونــــه ویــــــښـــــومــــــه
زه افــــــغـــان یــــــــمه خـــــپـــل هــــــوډ پــــــوره کـــــومــــــــه
*      *     *
دا وطــــــــــــن زمــــــــــا او زمــــــــــا د بــــــــــچو کـــــــــور دی
دا وطــــــــن مـــــــــې د انــــــــا او بـــــابـــــــــا گــــــــــــــــور دی
دا مـــــــــــی مــــیــــنه دا مـــــی ویــــنـــه دا مــــی تــــــــــن دی
دا وطـــــــن د هــــــر افـــــغـــــــــــــــــان  زړه او بــــــــــــــدن دی
دا ټــــــــا ټــــو بــــی د بــــاد  تــــــورو  جـــــنـــــگیــــالـــــو دی
دا زانــــــــگــو د غــــــــیـــــرت مـــــنـــــو پــــر گـــــــنــــــــو دی
زه بــــــــــه دا وطــــــــن پــــــه ســــــــرو ویــــــنو ســـــاتــــــــــمه
زه  افــــــــغان  یــــمــــه خــــپل  هـــــوډ  پـــــــوره  کــــومـــــــه
*      *     *
دا وطــــــــــن مــــی د گـــــور بـــــتــــو  زمــــــر و ځــــالـــــــــــــه
دا وطــــــــــن  پــــــه ټـــــول جـــــــــهان  ور کــــــــــــوم چــــالــه
د ســـــــــیلاب خـــــــــــوړونـــــــو خـــــاوره  ده  ســـپـــیــڅلې
کـــار نـــامـــــی  یـــــی پــــه  جـــــهان بــــریـــــښـی ویــــاړلـی
د غــــــیرت غـــــږ یــــی جــــگ شــــوی  تــــر مــــــعـــــراجــــه
هــــــر غـــلــــیـــم  یــــی دی پــــه خـــــاوره کــــې تــــا را جــــه
زه یـــــی پــــت ځــــیـــــنی خــــپـــــــل ســـــــر قــــــربـــــانـــومه
زه افـــــغان یـــــــمه خـــــــــپل هـــــــــوډ  پــــــوره کــــومــــــــه
د وينولاربشپړ شعر ولولئ

د وينولار

اسحاق ننګيال

ځــلــیــــږي هــره  خــوا  کـــې  مـــو د ویـــنــو مــشــالــونـــــــه
دا ســـره تـــوغــــونـــه  گــــورې  د شـــهـــیــدو  بــیــرغــونــه
دې ســــرو  لارو  تــــه گــــوري  چـــې پــه ویـنو مو وینځلي
مــنـــزل د ژونـــدا نــــه تــــه  مــــو  ټــــا  کلـــي  نـــښــانــونـــه
د زړه  ویـــنـــې بـــه  څـــښــوخــو یــو قــدم  بــه پــرشانه ځـو
د ســـر پـــه  زور بـــه لارې جـــــــوړ وو پــــه ســــم او غــرونه
ســـرونــــو  ســــره لــــوبـــو  داورو نـــو ســـیــن کې لا مـــبـو
د ویـــنـــو پـــه لار ځــــو چـــې څـــو پــوره  کــــړو ارمـــانونه
لـــیــلا مـو د مقصــود لــکـه سپـــوږمــۍ پــه  هــوا ځــلـي
وصــال تــه یــې پــه بـنــد بـنــد ماتـــوو تــور  زنځــــیرونـــه
کـــاروان   د انـــقـــلاب مـــو آســـمـــانــې  څـــوکـو ته رسې
پـــه هـــر قــــدم کـی ږدو ورتـــه  دا خــپل  زلــمــې ســرونــه
داســیـــل  دغـــضــبــو بـــه د دښــمــن  پـــه خـو نـه سـم کـړو
پـــه اور  یـــې  ســـوځـــوي دغـــه ســـر کـــښـه تــنــدرونــــــه
مـــلگـــرو  زه مــــو جــــارشــــم  هــــر قـــدم  پـــه نـــره اخــلـی
زمـــرو پـــه شـــانـــتــه نـــیـــسې  نـــوې نـــوې  مـوچــلــونـــه
کابل     ۸ ـ  ۶  ـ ۱۳۶۲
زلمې حسنبشپړ شعر ولولئ

زلمې حسن

اسحاق ننګيال

دا مــــــــــې زړه دې کــــــــه پـــــــه اور ســــــــوي کبــــــــاب
نــــــــه پـــــــوهیـــــــــږم یــــــــــا سپــــرغــــــې دي یا حباب
چې لمبــــــې مــــــــې د ګـــــوګـــــــل لـــــــه څــــــوکو خیږي
داغــــــــذاب د محبـــــــــــــــــت دي کــــــــــــــــه ثــــــــــــواب
پــــــــــــه مستـــــــې مستـــــــې یــــې عقل نـــه بهــرکـــــــړم
ټنـــــــــــګوې زمـــــــــــــا دســــــــــــــوي زړه ربـــــــــــــــــــاب
لـــــــــه خمـــــــــاره مـــــــــې پـــــــه وینــــونــــه مــــړیــــــــــږي
پــــــــــه مـــــــــــــزه مــــــــــــزه یــــــــــــې څښې لـــــکه شراب
پـــــــه مــــــــلا لـــــــــوخمـــــــارو ستـــــــرګو مې وژنــــــــې
ســــــــر تــــــــــر پـــــایـــــــه یــــــــم لــــــــه ویــــــرې ضطراب
دزلمــــــــــې حســـــــن لـــــــه مــــــا صــــدقـــــه غـــــــواړې
قتــــــــلــــــــوې مــــــې پـــــــــه بڼــــــو لــــــــکه قصـــــــــــاب
نــــــــور بـــــــه نـــــــوم د محبت په خــــولــــه وانـــه خــلم
کـــــــــه ( ننګیال ) ووت لـــــــــــه دي غمــــــــه کـــــامیاب
سپينکې مخبشپړ شعر ولولئ

سپينکې مخ

اسحاق ننګيال

نـــــــــــــه پــــــــوهیــــږم دادې مــــــــــخ دي کـــــه آفتاب
چـــــې میــــــــــــن زړو نـــــــــه چـــــــــوي لـــــــــکه حباب
سپـــــــین رخســــــــار دې هسې نــــــورشیندې په ګلو
چــــــــي لالــــــــه ورځیــــــــنې اخــــــــلې آب و تــــــــــاب
د لـــــــه ښکــــــــلې سبیـــــنکې مـــخ ځینې کــړې شرم
چـــــــې پــــــــه شپـــــــــه کې ځان ظاهر کاندې مهتاب
چــــې نظر دې دګلبــــــڼ پــــه ګلو پـــریـــوځې یــوځې
مــــــخ پــــــــه پــــــــاڼـــــــو پــــــټـــــول کــــــا ګـــل ګـلاب
ستـــــــا د ســـــــرو لبـــــــو  نـــــشه چـــې مـــالیـــــدلې
اوس پـــــــه مـــــــا کــــــــله تــــاثـــــــــیر کـــړې خم شراب
زاهــــــــدان دزمــــــــانـــــې بــــه زهـــــد هیــــــــر کړې
کـــــه ښکـــــــاره نــــــــازک صـــــــورت کـــړې له حجاب
مــــــــړاوې مـــــــــړاوې راتــــــــــه مــه ګوره ویریږم
چــــــــې مـــــــــې نـــــه کــــــــړې د بڼـــــو پــــه سیخ کباب
زه دې خـــــاورې د قــــــــــدم پــــــــه ستــــرګــــو مـــوښـــم
تـــــــــه مــــــــې وژنــــــــــې پـــــــــــه چـــــــاړو لـــکه قصـاب
زه دې جـــــــار شـــــــم درنـــــــه وګـــــــرځــــــــــــــم زر وارې
لــــــــږ مـــــــــې ســــــاتـــــــــه نــــــــــور د هجـــــــر لـــه عذاب
کابل
۲۲ / ۱ / ۱۳۶۲
ښکاري تهبشپړ شعر ولولئ

ښکاري ته

اسحاق ننګيال

اي ښکاري اشنا در ته سلام کوم
پریږ ده چې دا سپیني مر غۍ والوزي
لاړ ې شي جوړې جوړې ګلونه شي
ښکلې شي ښایسته شي امیلونه شي
واخلي په وزرونو کې تنکي بچي
سپینې سرې مښو کې زرکني بچي
پام کوه!
پام کوه ماشې ته ګوتې مه وروړه!
*  *  *
اي ښکاري اشنا !درته سلام کوم
پریږده چې داشنو جلګو کې وځغلي
پیغلې د هوسیو د دامان په لور
واړوي پیکي د شنه آسمان په لور
وخاندي راتاوې شي مستي وکړي
ورغړي نخرې وکړي خوښې وکړي
پام کوه!
پام کوه ماشې ته ګوتې مه وروړه
*  *  *
اي ښکاري اشنا ! درته سلام کوم
پریږده د غنچو په لمن پریوځي
زموږ د کلي باغ کې د سپرلي بلبل
زموږ د خمارونو شرابي بلبل
پریږده چي په سرو مښوکو وبولي
زموږ د بام د پاسه د سپرلو سرود
بڼ ته د غوټیو د ښکالو سرود
ځمکي ته دور یځو بارانو سرود
پام کوه!
پام کوه ماشې ته ګوتې مه ور وړه!
*  *  *
اي ښکاري آشنا! درته سلام کوم
ګوره دابې ژبې مرغان مه وله!
نه یې چې کوم ووړ بچی بې مور ه شي
ته هم ګوره پلار یې او بچي لري
پیغله لور ښایسته زوی ګلالی لرې
درد لرې ،ارزو لرې ،زړګی لرې
نو!
اي ښکاري اشنا! درته سلام کوم

پام کوه ماشې ته ګوتې مه وروړه                      کابل۱/۳/۱۳۶۵

ګناهبشپړ شعر ولولئ

ګناه

اسحاق ننګيال

هـــــير ه دې جـــفــا کــــه نـــور دې نه درځم په کلي
داځـــلــی خــــــو لـــه راکه نور دې نه درځم په کلي
 
مــا درته نيــا زبــيـــن زړه ګی ټو ټې ټو ټې راوړی
ډيــره دې  ادا کـــه نـــور دې نــه درځــم پـــه کــــلي
 
نـــن راتـــه ســـا قـــــي دا نـګوري میو ست مه کړه
شـــونــډې دې مــيــنا که نور دې نه در ځم په کلي
 
خــو له خــودې ښـــېرانه غیر دعا ته جوړه نه شوه
سترګو کې مو سکا که نوردې   نه در ځم په کلي
 
زه ملا مت نه یم صبر مات شو ته مې ښکل کړې
مـــعــــا فــه مــې ګـناه که نور دې نه در ځم په کلي
 
کابل  
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اسحاق ننګيال

زړګـــیه اوښـــکه د لــیمـــو شـــوې دادي څــه وکــول
تــیـــر د قـــاتـــلو پـــه کــو څـو شــوې دادي څـه وکول
 
دلــته د ښــکـــلــو میــــنه ســر غواړي د عشق په بدل
راغـلي مـــیـــن په داســي غلو شوې دادی څه وکول
 
دلتــه خــو لاری د جــنـــون وې د هـــوس خـــونــه وې
تـــاو دجــــــنـــون پـــه زنځــیروشـوې دادي څه وکول
 
قـــــــدم چـــــې خــــــوشــې دلته اخلې په اغزیو لګي
تـــــه یـــــی پـــه خـیال د پسرلو شوې دادې څه وکول
 
تـــه خــو پښتون وې سر ټیټي دې چاته هم نه وه زده
بـــــــــې  شرمه دلته په سجدو شوې دادې څه وکول .
شپهبشپړ شعر ولولئ

شپه

اسحاق ننګيال

تـــا سو پر کمڅيو باندې تيره کړه
مــوږه شپه اغزيو باندی تېره کړه
 
داد ژونــد مروړلي او تر خه کيسه
ټوله مــو سپر غيو باندې تيره کړه
 
يوه شـېبه رودل به وه د شپوله تي
داشپــه مو پيړيو باندې تیره کړه
 
تــا خو پــه سرور، ما د نشو ډولۍ
تــــــورو ترږ مــيو باندې تېره کړه
 
ډيـــروســــتمګرو مو دوخت تـوره
څــــو ځــــلې مريو باندې تیره کړه.
 

کا بل