د ښځو د نیولو ادعاوې؛ کورنۍ د برخلیک په اړه د معلوماتو غوښتنه کوي

په افغانستان کې د ښځو د جامو د مقرراتو د نه مراعتولو په تور د نیول کېدو ادعاوو د یو شمېر کورنیو اندېښنې راپارولې دي. خپلوان وايي، په ځینو مواردو کې د نیول شویو ښځو د ځای، تورونو او خوشې کېدو د وخت په اړه معلومات نه لري؛ ځینې ښځې هم ادعا کوي چې د نیول کېدو پر مهال ورسره تاوتریخوالی شوی دی.
د دغو ادعاوو له ډلې یوه د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ د ګوهرشاد بېګم په نوم د نجونو په لېسه کې د ښوونکې، لیکوالې او شاعرې مژده اوزبېک د نیول کېدو ده. د ازادي راډیو له دوو باخبره سرچینو سره د خبرو له مخې، نوموړې د ۱۴۰۵ لمریز کال د سنبلې په ۳۱مه، د سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د تدریس پر مهال نیول شوې او د پوښتنو لپاره د تخار مرکز ته لېږدول شوې ده.
یوه سرچینه ادعا کوي چې له دې پېښې شاوخوا ۳۵ ورځې وروسته هم د مژده اوزبېک د برخلیک په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي او ښايي هغه د تخار په مرکزي زندان کې ساتل کېږي. سرچینه وايي، د نوموړې نیول کېدل د سیاسي اړیکو له یوې ادعا سره تړل شوي، خو تر اوسه کورنۍ ته داسې شواهد نه دي وړاندې شوي چې هغې کوم جرم کړی وي. د هغې د کوچنیو ماشومانو په اړه هم اندېښنه ښودل شوې ده.
په کابل کې یوې بلې ښځې هم ازادي راډیو ته ویلي چې د ۱۴۰۵ کال د زمري په څلورمه د خپلو جامو له امله د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ځواکونو له خوا نیول شوې وه. نوموړې، چې د خپل نوم د نه خپرېدو غوښتنه یې کړې، ادعا کوي چې د نیولو پر مهال له ناوړه چلند او وهلو سره مخ شوې او له دوو میاشتو ډېر وخت یې په توقیف کې تېر کړی دی. ازادي راډیو وايي، دا ادعاوې یې په خپلواک ډول نه دي تایید کړې.
د ښځو د نیول کېدو په اړه اندېښنې یوازې پر دغو قضیو محدودې نه دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي، یوناما، ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د جولای او سپټمبر ترمنځ یې په هرات او کابل کې د لږ تر لږه ۵۲ ښځو او یوې نجلۍ نیول کېدل یا توقیف تایید کړي دي. د دې ادارې په وینا، ځینې کسان د چادرۍ نه اغوستلو، د وېښتانو د یوې برخې د ښکاره پاتې کېدو، رنګه ټکریو، سینګار یا له محرم پرته د تګ راتګ له امله نیول شوي او وروسته له څو ساعتونو خوشې شوي دي.
یوناما وايي، د ورته پېښو شمېر ښايي تر ثبت شوي رقم لوړ وي، ځکه ځینې کورنۍ د امنیتي اندېښنو، بدنامۍ او ټولنیزو پایلو له وېرې راپور نه ورکوي. دې ادارې د ښځو پر وړاندې د لفظي سپکاوي، وهلو او ګواښونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې د تبعیضي اقداماتو د پای ته رسولو، د خلکو د کرامت د خوندي کولو او د بشري حقونو د ژمنو د رعایت غوښتنه کړې ده. د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دغو ادعاوو او د یوناما د اعلامیې په اړه د راپور تر خپرېدو ځواب نه دی ورکړی. د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ هم له نړیوالو ادارو غوښتي چې دا قضیې وڅېړي او د مسوولیت منلو لپاره پر طالبانو فشار زیات کړي.