راشد خان د افغانستان غوره لیګ کې د کندهار واریرز لوبډلمشر وټاکل شو

د افغانستان د کرکټ ستوری راشد خان د افغانستان غوره لیګ (APL T20) سیالیو لپاره د کندهار واریرز لوبډلمشر ټاکل شوی دی.
د نورو لوبډلو د مشرانو په توګه عظمتالله عمرزی د کابل اکسل یونایټډ، ابراهیم ځدراڼ د بلخ ځوانانو، رحمت شاه د پکتیا او رحمانالله ګربز د ننګرهار لوبډلو لپاره ټاکل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان غوره لیګ سیالۍ به د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر په ۲۷مه پیل شي. د لوبو د ترسره کېدو دقیق ځای لا تر اوسه نه دی اعلان شوی.