د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

یونیسف: اقلیمي بدلون او وچکالي په افغانستان کې د اوبو کړکېچ زیاتوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د اوبو کړکېچ مخ په پراخېدو دی.

یونیسف وايي، اقلیمي بدلونونه او وچکالي د هېواد د اوبو پر سرچینو فشار زیاتوي. د ادارې په وینا، د اوبو اړتیاوې هم مخ پر ډېرېدو دي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي تاج‌الدین اویوالې د شنبې په ورځ ویلي چې د اوبو د سرچینو ناسم مدیریت هم د دې کړکېچ له مهمو لاملونو څخه دی.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، د اقلیمي بدلونونو، وچکالۍ، د اړتیاوو د زیاتېدو او کمزوري مدیریت ګډ اغېز د اوبو وضعیت لا ستونزمنوي. ادارې د دې وضعیت د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.