د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

په پاکستان کې د یوې اوونۍ پر مهال ۵۱۷ افغانان نیول شوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د کډوالۍ نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ په یوه ګډ راپور کې ویلي، چې په پاکستان کې د یوې اوونۍ پر مهال ۵۱۷ افغانان نیول شوي دي.

راپور وايي، دغه نیونې د اکتوبر له ۱۱مې تر ۱۷مې پورې ترسره شوې دي. د راپور له مخې، په همدې موده کې ۴۹۹ نور افغانان له پاکستانه شړل شوي دي.

ګډ راپور د شنبې په ورځ خپور شوی، خو په خپرو شویو معلوماتو کې د نیول شویو او شړل شویو کسانو د هویت، د نیونو د علتونو او د هغوی د اوسني وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

په راپور کې همداراز د تورخم، چمن او بهرامچې له لارو د افغانانو د تګ راتګ اړوند شمېرې یادې شوې دي، خو د وړاندې شوې برخې له مخې د دې شمېرې بشپړ جزیات روښانه نه دي.