د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

علي‌خېل: له هند سره د افغانستان د اړیکو محدودول د حللارې پر ځای ستونزې زیاتوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر نجیب‌الله علي‌خېل ویلي، له هند سره د افغانستان د اړیکو محدودولو لپاره د پاکستان هڅې غیرمعقولې دي او د دواړو هېوادونو د اړیکو عادي کېدل یوې اصولي او دیپلوماتیکې حللارې ته اړتیا لري.

علي‌خېل وايي، پاکستان تل هڅه کړې چې په افغانستان کې داسې نظام واکمن وي چې د اسلام‌اباد نفوذ وساتي، د هند په اړه یې امنیتي اندېښنې کمې کړي او له نوي ډیلي سره د کابل اړیکې محدودې وي.

نوموړي په خپله یوه لیکنه کې، چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې یې د هند رول څېړلی، ویلي چې د ډیورنډ فرضي کرښه او له هند سره د اړیکو موضوع له لسیزو راهیسې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اختلاف له مهمو مسایلو څخه دي.

د هغه په وینا، پاکستان په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د پېښو په تړاو هند تورن کړی، خو د دغو تورونو لپاره یې شواهد نه دي وړاندې کړي.

علي‌خېل د افغانستان او هند ترمنځ د ۲۰۱۱ کال د ستراتیژیکو همکاریو تړون ته هم اشاره کړې ده. د هغه په وینا، په دې تړون کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنه، تجهیز او د ظرفیت لوړول شامل وو، چې د پاکستان د ناخوښۍ لامل شول.

نوموړي ټینګار کړی چې په نړیوالو اړیکو کې د «جمع صفر» تګلاره، چې د یوه لوري ګټه د بل لوري زیان ګڼي، د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د دوامدارو اړیکو لپاره مناسبه نه ده.

د علي‌خېل په باور، افغانستان باید داسې سیمه‌ییزه تګلاره خپله کړي چې د سیالیو پر ځای د سیمه‌ییزو همکاریو زمینه برابره کړي. هغه زیاته کړې، که پاکستان په رښتینې توګه په خپل ګاونډ کې یو دوست او باثباته افغانستان غواړي، باید خپله تګلاره بیا وارزوي؛ ځکه یو متحد او پیاوړی افغانستان کولای شي د خپلو ملي ګټو او تاریخي واقعیتونو په پام کې نیولو سره له پاکستان سره د اړیکو د ښه کېدو لپاره ګامونه واخلي.