فطرت: په پاکستان کې ناامني د افغانستان په ګټه نه ده

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، په پاکستان کې ناامني د افغانستان په ګټه نه ده او دوی نه د پاکستان د بېثباته کولو لېوالتیا لري او نه هم د دې کار لپاره لازم امکانات لري.
فطرت دا څرګندونې د پاکستاني چارواکو د هغو پرلهپسې ادعاوو په ځواب کې کړې چې طالبان په پاکستان کې د ناامنۍ او وسلهوالو بریدونو په تړاو تورنوي.
د نوموړي په وینا، په پاکستان کې ناامني طالبانو او افغانستان ته هم ټولنیز، اقتصادي او بشري زیانونه اړوي. هغه له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې د خپل هېواد د امنیتي ستونزو د حل مسوولیت پر غاړه واخلي او افغانستان په خپلو کورنیو ستونزو کې ښکېل ونه بولي.
بلخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د اکتوبر پر ۱۲مه طالبانو ته خبرداری ورکړی و چې له هغو وسلهوالو ډلو ملاتړ ونه کړي چې په پاکستان کې بریدونه کوي. ډار ویلي، که د افغانستان واکمنان پر پاکستاني خاوره د فعالو وسلهوالو ډلو پر ضد اقدام ونه کړي، دغه ډلې به په راتلونکي کې د طالبانو حکومت ته هم ګواښ پېښ کړي.