د پنجاب حکومت: د اذربایجانۍ ښځې قضیه به د بښنې باوجود تعقیبېږي

د پاکستان د پنجاب حکومت اعلان کړی چې په لاهور کې د یوې اذربایجانۍ ښځې د جنسي تېري قضیه به د هغې له خوا د تورنو کسانو له بښلو سره سره، پخپله تعقیب کړي.
د جیو نیوز د راپور له مخې، د پنجاب د اطلاعاتو وزیرې عظمیٰ بخاري ویلي چې په قضیه کې د تښتونې او غلا تورونه هم شامل دي. هغې ټینګار کړی چې د اذربایجانۍ ښځې بښنه او وروستۍ څرګندونې د تورنو کسانو د خوشې کېدو لامل نه شي کېدای.
په یوه نوې ویډیو کې د دیانا په نوم اذربایجانۍ ښځې احمد تنویر بېګناه بللی او ویلي یې دي چې نوموړي پرې جنسي تېری نه دی کړی. نوموړې دوه نور تورن کسان، محسن او عزیر، هم بښلي او ویلي یې دي چې نه غواړي قضیه نوره تعقیب کړي.