د ملګرو ملتونو کارپوهان: اروپا دې له طالبانو سره اړیکې تر عملي بدلون پورې عادي نه کړي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو له اروپايي هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زدهکړو د بندیزونو تر لرې کېدو او د بشري حقونو په برخه کې د عملي پرمختګ تر رامنځته کېدو پورې دې له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي نه کړي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، ښځې او نجونې په افغانستان کې له پراخې او سیستماتیکې جنسیتي ځورونې سره مخ دي؛ هغه وضعیت چې ښايي د بشریت پر ضد جرمونه وبلل شي.
د دوی په وینا، قومي او مذهبي لږکي، خبریالان، د بشري حقونو مدافعان، د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو غړي او ځینې پخواني دولتي کارکوونکي هم له شکنجې، له قضايي بهیر پرته وژنو او نورو جدي سرغړونو سره مخ دي.
کارپوهانو افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده. دوی له اروپايي هېوادونو غوښتي چې د هر افغان د بېرته ستنولو له پرېکړې مخکې د هغه د خوندیتوب خطرونه په انفرادي ډول وارزوي او هېڅوک داسې هېواد ته ونه لېږي چېرې چې یې ژوند او ازادي له جدي ګواښ سره مخ وي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي چې په دې اړه یې له اروپايي ټولنې او د څو غړو هېوادونو له حکومتونو سره رسمي اړیکه نیولې ده.