ملګري ملتونه: نږدې ۱۶ میلیونه افغانان د لوږې له سخت بحران سره مخ دي

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د لوږې له سخت بحران سره د مخامخو میلیونونو خلکو د ملاتړ لپاره د بېړنیو او دوامدارو اقداماتو غوښتنه کړې ده. د دغه سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د ژمي تر رارسېدو مخکې د مرستو رسولو ته چټکتیا ورکول اړین دي.
په کابل کې د اوچا ویاندې اولګا چیریفکو خبریالانو ته وویل، نږدې ۱۶ میلیونه افغانان د لوږې له شدید بحران سره مخ دي. د هغې په وینا، له دې ډلې شاوخوا ۳.۴ میلیونه کسان په بیړنیو شرایطو کې ژوند کوي او د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره جدي ملاتړ ته اړتیا لري.
چیریفکو د ملګرو ملتونو تر ملاتړ لاندې د خوړو د خوندیتوب د څار نړیوالې ادارې (IPC) وروستیو موندنو ته په اشاره وویل، د اګست او اکتوبر ترمنځ د خوارځواکۍ د کچې ثبتېدو د افغانستان د بشري وضعیت جدي اړخونه څرګند کړي دي. هغې ټینګار وکړ چې د کورنیو د مرستې لارې تر بشپړ بندېدو مخکې باید له افغانانو سره سمدستي او پرلهپسې مرسته وشي.
د اوچا ویاندې د ښځو او نجونو پر زدهکړو او په ټولنه کې د هغوی پر ګډون د طالبانو محدودیتونه هم د وضعیت د خرابېدو له عواملو وبلل. هغې وویل، د دغو محدودیتونو اغېزې لا دمخه څرګندې شوې دي. د هغې په وینا، د یونیسف په یوه راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې که اوسني محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې شاوخوا ۲۰ زره ښځینه ښوونکې او ۵۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي.
چیریفکو وویل، د ماشومانو کمزوری تغذیوي وضعیت د کورنیو توان راکموي چې خپل ماشومان خوندي وساتي، او په راتلونکي کې د ټولنې د بېرته رغېدو بهیر لا ستونزمنوي. هغې زیاته کړه چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره باید په کرنه، د کلیوالو خلکو د معیشت په سرچینو، سیمهییزو بازارونو، کارموندنه، د اوبو رسولو، روغتیايي او تغذیوي خدمتونو او د ښځو د اقتصادي ګډون په برخو کې پانګونه وشي.
ملګرو ملتونو ویلي، د جنورۍ له پیل څخه د جولای تر پایه یې ادارو او بشري مرستندویو شریکانو ۸.۳ میلیونه خلکو ته لږ تر لږه یوه بڼه مرسته رسولې ده. خو د دغه سازمان په وینا، د پراخو اړتیاوو له امله لا هم بیړنیو او اساسي خدمتونو ته دوام ورکول ضروري دي.