د زېږون وروسته خپګان؛ افغان میندې د رواني فشارونو له تجربو وايي

په افغانستان کې ځینې میندې وايي چې د ماشوم له زېږېدو وروسته یې د خوښۍ پر ځای له ژور خپګان، اندېښنو، بېخوبۍ او رواني فشارونو سره ورځې تېرې کړې دي. روغتیايي متخصصان دغه حالت له زېږون وروسته خپګان بولي او وايي چې د مور رواني روغتیا باید د نوي زېږېدلي ماشوم د پالنې ترڅنګ جدي وڅارل شي.
د کندز اوسېدونکې سمیه، چې د څلورو ماشومانو مور ده، وايي د خپلو ټولو ماشومانو له زېږېدو وروسته یې زړه تنګوالی او خپګان تجربه کړی و. د هغې په وینا، په داسې وختونو کې یې د خپلو نویو زېږېدلو ماشومانو د پالنې توان نه درلود او غوښتل یې له خپلوانو او نورو خلکو لرې پاتې شي.
د بلخ اوسېدونکې مژګان، چې درې کوچني ماشومان لري، هم ورته تجربه بیانوي. هغې ویلي، د درېیم ماشوم له زېږېدو وروسته یې رواني حالت دومره خراب شو چې روغتون ته ولېږدول شوه. د هغې په وینا، د ماشوم له زېږېدو نه نهه ورځې وروسته پرې عصبي حمله راغله او له دې وړاندې به ورو ورو دومره خپه کېده چې ان پر مور کېدو به پښېمانه وه.
د نسايي او ولادي ناروغیو متخصصه ډاکټره سونیتا بهرام وايي، له زېږون وروسته خپګان یوازې عادي خفګان یا رواني کمزوري نه ده؛ بلکې یوه روغتیايي ستونزه ده چې د مور پر احساساتو، فکرونو، چلند، خوب او فزیکي توان اغېز کولی شي. د هغې په خبره، د استروجن او پروجسترون هورمونونو ناڅاپي بدلونونه، بېخوبي، ناسمه تغذیه، د وینې کمښت، ټولنیز فشارونه، کورنۍ ستونزې او تاوتریخوالی د دې حالت له عواملو څخه دي.
متخصصان له احتمالي نښو څخه د خلکو له ټولنې ځان ګوښه کول، پرلهپسې ژړا، د خوب او اشتها ګډوډي او له ماشوم سره د مینې کمېدل یادوي. په سختو مواردو کې ښايي مور د ماشوم پر وړاندې د کرکې احساس یا ځان ته د زیان رسولو فکرونه پیدا کړي. ډاکټره بهرام وايي، هغه میندې چې دا نښې لري، باید د سم تشخیص او مناسبې درملنې لپاره ډاکټر ته مراجعه وکړي.
ارواپوهه ساینا حمیدي وايي، د درملنې ترڅنګ د کورنۍ چلند هم د مور په ښه کېدو کې مهم دی. د هغې په وینا، کورنۍ باید د مور خبرې واوري، پر هغې نیوکې ونه کړي، د ماشوم په پالنه کې ورسره مرسته وکړي او د استراحت لپاره ورته کافي وخت برابر کړي. هغې ټینګار کړی چې تازه زېږون کړې مور باید د «بدې مور» په توګه ونه ګڼل شي.
په افغانستان کې د دې ستونزې په اړه تازه او کره ملي شمېرې نشته، خو په کندز کې یوې څېړنې د ۱۷ روغتیايي مرکزونو ۵۵۶ میندې ارزولې دي. د څېړنې له مخې، چې معلومات یې د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې راټول شوي او په ۲۰۲۶ کال کې خپاره شوي، ۴۹،۳ سلنه میندو د له زېږون وروسته خپګان احتمالي نښې لرلې. د یونیسف د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو د سروې له مخې، یوازې ۳۶،۳ سلنه میندو د ماشوم له زېږېدو وروسته په لومړیو دوو ورځو کې روغتیايي پاملرنه ترلاسه کړې وه.