ایران: امریکا بریدونه کوي او بیا ځان قرباني ښيي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وایي، امریکا له یوې خوا پر ایران بریدونه کوي او له بلې خوا ځان قرباني ښيي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې تهران وغندي.
بقایي ادعا کړې چې د مذاکراتو د روانېدو پر مهال امریکا په تېرو نهو میاشتو کې دوه ځله پر ایران بریدونه کړي دي. د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې ایراني ماشومان، نجونې او د ایران مشران وژل شوي او پر دغه هېواد د امریکا بندیزونه هم سخت شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې امریکا د جون پر ۱۷مه د اوربند په اړه هغه تفاهملیک مات کړی چې خپله یې لاسلیک کړی و، خو اوس له نړۍ غواړي چې ایران وغندي.
بقایي ویلي، نړۍ د امریکا د ادعا شوو غیرقانوني بریدونو بیه د سیمهییزې بېثباتۍ او نړیوالې اقتصادي ناامنۍ له لارې پرې کوي. هغه ټینګار کړی چې امریکا نه شي کولای جګړه په خپله خوښه پیل کړي، نړیواله ګډوډي رامنځته کړي او بیا ځان قرباني وښيي.
د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ لا هم پای ته نه دی رسېدلی. د سرچینې په وینا، دغه کړکېچ په نړیواله کچه د تېلو د بیو د لوړوالي لامل شوی او د منځګړو هڅو تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې.