صالح: د جګړې په اړه د طالب پلویانو څرګندونې د ځوان نسل سپکاوی دی

د ولسمشر محمد اشرف غني پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، جګړې ته د ځوانانو د نه لېږلو په اړه د طالب پلویانو څرګندونې د خلکو، په ځانګړي ډول د ځوان نسل، شعور ته سپکاوی دی.
صالح ادعا کړې چې د طالبانو پر ضد مبارزه له سیمهییزو او کورنیو انګېزو سرچینه اخلي او هېڅوک نه شي کولای خلک جګړې ته اړ کړي. هغه ویلي، د طالبانو واکمني د اقتصادي ناورین د پراختیا، د خلکو د کلتور او تاریخ د سپکاوي او د تعصب د زیاتېدو لامل شوې ده.
د نوموړي په وینا، د طالبانو تر بیرغ یا شعارونو لاندې د افغانستان د خلکو یووالی ناشونی دی. هغه زیاته کړې، که افغانستان د قومي او فرهنګي تنوع هنداره وي، نو د طالبانو له ډلې پرته بل څوک په دې هنداره کې ځان نه ویني.
صالح ویلي، د سطحي او ریاکارانه نصیحتونو له لارې د ستونزې اصلي بڼه نه شي بدلېدلای او روان ناورین نه شي پټېدلای. هغه ټینګار کړی چې خلک باید د خپل هېواد د مالکیت احساس ولري او د طالبانو واکمني یې د غلامۍ له منلو سره ورته بللې ده.
نوموړي همداراز ویلي، په اوسني عصر کې خلک کولای شي د دیني موضوعاتو په اړه له مصنوعي ځیرکتیا او بېلابېلو سرچینو څخه ځوابونه ترلاسه کړي. د هغه په وینا، پر اوسنیو خلکو د تېرو پېړیو د ټولنیزو اړیکو او مناسباتو تپل یوه ناکامه او ناعاقلانه هڅه ده.