ایمل ولي خان: د اصغر خان اڅکزي نیول د عدالت ملنډې دي

د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان په بلوچستان کې د دې ګوند د ایالتي مشر اصغر خان اڅکزي نیول غندلي او دا یې د عدالت ملنډې بللې دي.
د عوامي نېشنل ګوند په اعلامیه کې د ایمل ولي خان له قوله ویل شوي چې د قضیې مدعي په خپل حلفي بیان او په محکمه کې ثبت شویو څرګندونو کې د اصغر خان اڅکزي نوم اخیستل رد کړي دي؛ خو بیا هم د هغه ضمانت لغوه او نوموړی نیول شوی دی.
ایمل ولي خان پوښتنه کړې چې که مدعي د اصغر خان اڅکزي نوم اخیستل ردوي، نو د هغه د نیولو تر شا کوم عوامل او موخې پرتې دي.
نوموړي ادعا کړې چې په پاکستان کې عدلي نظام فلج شوی او قاضیان هم تر کنټرول لاندې دي. د هغه په وینا، د محکمو دنده د عدالت تأمینول دي.