د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

فایق: په افغانستان کې د بشري حقونو دفاع د خلکو د آزادۍ او ژوند په بیه تمامېږي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق د عمومي اسمبلۍ د ۸۱مې غونډې په درېیمه کمېټه کې د بشري حقونو د مدافعینو په اړه وینا وکړه.

فایق وویل چې اوس مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د دفاع هڅې د خلکو د آزادۍ، امنیت او حتا ژوند په بیه تمامېږي.

نوموړي د طالبانو له لوري د بشري حقونو د مدافعینو، په ځانګړي ډول د ښځو، پر وړاندې د سرغړونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. هغه د موجودو راپورونو پر بنسټ د ښځو د خپل‌سرو نیولو، جبري ورکېدو، شکنجې او په توقیف ځایونو کې د جنسي ځورونې ادعاوې یادې کړې.

فایق ټینګار وکړ چې هېڅ ښځه باید د خپلو اساسي او فردي حقونو د غوښتنې له امله له بد چلند او ځورونې سره مخ نه شي. هغه همداراز وویل چې د بشري حقونو د نقض هېڅ عامل او مرتکب باید له حساب ورکونې او عدالت څخه خوندي پاتې نه شي.