په اوسلو کې د افغانستان د سیمهییزې همکارۍ پر رول خبرې شوې

د ازبکستان او ناروې چارواکو په یوه دوهورځنۍ غونډه کې د افغانستان د سیمهییزو همکاریو په بهیر کې د ونډې، امنیتي وضعیت او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
غونډه د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د ناروې د شخړو د اواري مرکز لهخوا جوړه شوې وه. د ازبکستان د ولسمشر سلاکار جولان وهابوف ویلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان په اړه د عملي تعامل، خبرو اترو، سیمهییز امنیت او اقتصادي همکاریو موضوعات وارزول شول.
د وهابوف په وینا، د بحثونو یوه برخه له افغانستان سره د سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ او سیمهییز پیوستون پر پراختیا متمرکزه وه. نوموړي ویلي، چې د غونډې ګډونوالو د سیمې پر امنیت او په سیمهییزو همکاریو کې د افغانستان پر احتمالي رول هم خبرې وکړې.
د ازبکستان په پلاوي کې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشوف، په ناروې کې د ازبکستان سفیر رحمتالله نوریمبتوف، د نړیوال اقتصاد او ډیپلوماسۍ پوهنتون د نړیوالو پرمختللو مطالعاتو انسټیټیوټ مرستیال عادل غفاروف او جولان وهابوف شامل وو.
وهابوف ویلي، چې ده په غونډه کې د سولې د ټینګښت او له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو په برخه کې د ازبکستان تجربې وړاندې کړې. نوموړي ټینګار کړی، چې د سیمې دوامدار ثبات هغه مهال شونی دی چې افغانستان په تدریجي ډول د سیمهییزې همکارۍ په بهیرونو کې شامل شي.
د ازبکستان د ولسمشر سلاکار دغه ناسته د راتلونکو بحثونو لپاره هیلهبښونکی پیل بللی او ویلي یې دي، چې تمه لري دا بهیر به په منظم ډول دوام ومومي.