د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

اسلام‌کلا بندر له لارې د هرات صادرات ۷۲ سلنه زیات شوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د هرات د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر په وینا، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اسلام‌کلا بندر له لارې د هرات صادرات د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۷۲ سلنه زیات شوي او ۱۲۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.

د دغه دفتر په خبره، د اسلام‌کلا لاره دا مهال پرانیستې ده او سوداګریزې چارې په عادي او منظم ډول روانې دي. دوی دغه وده د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا نښه بولي.

د شته شمېرو له مخې، هره ورځ له یاد بندر څخه شاوخوا زر باروړونکي موټر سوداګریز او ټرانزیټي توکي لېږدوي.

طالبان وايي، د اسلام‌کلا بندر پر ۱،۸۰۰ جریبه ځمکه جوړ شوی او شاوخوا ۶،۰۰۰ کسانو ته یې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.