فضل الرحمن: د بهرني ګواښ پر مهال به د پاکستان پوځ ترڅنګ ودرېږو

د جمعیت علمايي اسلام مشر مولانا فضل الرحمن وايي، که پاکستان له بهرني ګواښ سره مخ شي، د دوی ګوند به خپل سیاسي او اپوزیسیوني اختلافات شاته پرېږدي او د پاکستان د پوځ ترڅنګ به ودرېږي.
نوموړي ویلي، که څه هم دوی د حکومت او نظام له ګڼو کورنیو پالیسیو او کړنو سره سیاسي او فکري اختلاف لري، خو د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت په اړه به د ملي ګټو له ملاتړ څخه هېڅکله ډډه ونه کړي.
د فضل الرحمن په وینا، د پاکستان پر وړاندې د بهرنیو ګواښونو او تېریو پر مهال د دوی ګوند له لومړنیو سیاسي ډلو څخه و چې د هېواد د دفاع په خاطر یې د سرتېرو او نظام ملاتړ اعلان کړ.
هغه ټینګار کړی چې د دوی دا دریځ د پاکستان د ثبات، بقا او سولې لپاره دی. نوموړي زیاته کړې، د ملي ګټو او امنیت د تضمین لپاره به د هر هغه اقدام ملاتړ کوي، خو د واکمنو پر ناکامو او ناسمو تګلارو به خپلې نیوکې او څارنه هم روانه ساتي.