اوچا: راتلونکې ژمي کې به په افغانستان کې د خوړو له ناامنۍ سره مخ کسان ۱۹.۲ میلیونو ته ورسېږي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې د راتلونکي ژمي پر مهال به په افغانستان کې د خوړو له شدیدې ناامنۍ او لوږې سره د مخ کسانو شمېر له ۱۹ میلیونو واوړي.
د اوچا د معلوماتو له مخې، د سپټمبر او اکتوبر ترمنځ ۱۵.۹ میلیونه کسان، چې د افغانستان نږدې درېیمه برخه نفوس جوړوي، له شدیدې خوړو ناامنۍ سره مخ وو. په دې ډله کې ۳.۴ میلیونه کسان په اضطراري شرایطو کې ژوند کاوه.
په افغانستان کې د اوچا ویاندې اولگا چریوکو په جنیوا کې یوې خبري ناستې ته ویلي، د نومبر له میاشتې تر اپرېل پورې د ژمي په سخت پېر کې به دغه شمېر ۱۹.۲ میلیونو ته لوړ شي. د هغې په وینا، پنځه میلیونه کسان به د لوږې په اضطراري کچه کې وي او له قحطۍ څخه به یوازې یو ګام واټن ولري.
اوچا وايي، راتلونکی کال به زرګونه ماشومان د خوړو له ناامنۍ اغېزمن شي او له څلور میلیونو ډېر ماشومان به د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
چریوکو ټینګار کړی چې له دې مخکې باید له زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وشي، د هغوی څاروي او کرنیز توکي وژغورل شي او روغتیايي، تغذیوي او د اوبو اړین خدمتونه خوندي پاتې شي.
د راپور له مخې، د بودجې د کمښت او د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله په ټول افغانستان کې د تغذیې شاوخوا درېیمه برخه مرکزونه تړل شوي دي. ملګرو ملتونو تر اوسه د اړینې بودجې له ۳۰ سلنې څخه کمه برخه ترلاسه کړې ده.