د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

قطر: د افغانستان د اوږدمهاله ثبات لپاره دې اقتصادي بیا رغونه پیاوړې شي

افغان اتلان · پښتو
قطر: د افغانستان د اوږدمهاله ثبات لپاره دې اقتصادي بیا رغونه پیاوړې شي

د قطر د نړیوالې همکارۍ وزیرې مریم بنت علي المسند ویلي، د افغانستان د باثباته راتلونکي لپاره باید د بېړنیو بشري مرستو ترڅنګ اقتصادي بیا رغونې او د خصوصي سکټور پراختیا ته هم پاملرنه زیاته شي.

المسند دا څرګندونې په دوحه کې د افغانستان د ځانګړې همغږۍ ډلې په غونډه کې کړې دي. هغې په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د نړیوالې همکارۍ پیاوړتیا او د اوږدمهاله ثبات لپاره د هڅو همغږي کول اړین دي، څو د دوامدارې اقتصادي بیا رغونې زمینه برابره شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې همکارۍ وزیرې ویلي، دغه هېواد په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې د بشري مرستو او پراختیايي پروژو لپاره شاوخوا ۱۵۰ میلیون ډالر لګولي او د نورو مرستو ژمنه یې هم کړې ده. د هغې په وینا، دغه مرستې روغتیا، زده‌کړو او بېړنیو اړتیاوو ته ځانګړې شوې دي.

هغې خبرداری ورکړی چې سختې بشري اړتیاوې او اقتصادي ستونزې لا هم افغانې کورنۍ اغېزمنوي. د خلکو بېرته ستنېدل او بې‌ځایه کېدل هم پر عامه خدمتونو او د کورنیو پر معیشت فشار زیاتوي. د المسند په خبره، د خوړو خوندیتوب، روغتیا، تغذیه، زده‌کړې او پاکو اوبو ته لاسرسی هغه برخې دي چې لا هم بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

المسند ټینګار کړی چې مرستې باید د روڼتیا، حساب ورکونې او بشري اصولو له مخې ووېشل شي. هغې زیان‌ګالو ډلو، په ځانګړي ډول ښځو او ځوانانو، ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د قطر چارواکې ویلي، د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو په مشرۍ وټاکل شي او د دغه هېواد ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وشي. هغې د ۲۰۱۳ کال راهیسې د افغانستان په اړه د دوحې د سولې بهیر په اسانتیا کې د قطر رول او د افغان کډوالو لپاره د حل‌لارو د ستراتیژۍ او د افغانستان د بشري مرستو صندوق په څېر نوښتونو ملاتړ مهم بللی دی.

د هغې په وینا، د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د دوحې بهیر د سیاسي تعامل او عملي همکاریو لپاره زمینه برابروي. المسند د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه او د خصوصي سکټور پراختیا هغه برخې بللې چې نړیوالې هڅې پکې څرګندې پایلې لرلی شي، او له ګډونوالو یې غوښتي چې افغانستان د نړیوالې اجنډا په سر کې وساتي، روښانه لومړیتوبونه وټاکي او له افغانانو سره خپلې ژمنې تازه کړي.