د افغان کډوالو له ستنېدو وروسته د قلعه سیف الله پر کرنه د کارګرانو کمښت اغېز کړی

د پاکستان د بلوچستان ایالت د قلعه سیف الله سیمې اوسېدونکي او کروندګر وايي، افغانستان ته د افغان کډوالو له ستنېدو وروسته د کرنیزو کارګرانو کمښت د سیمې پر کرنه او حاصلاتو منفي اغېز کړی دی. د دوی په خبره، ځینې بزګران اوس نه شي کولای خپلې ټولې ځمکې وکري.
د سیمې ۶۷ کلن اوسېدونکی محمد طاهر وايي، افغان کډوالو په تېرو کلونو کې د قلعه سیف الله د کرنې په پراختیا کې مهمه ونډه لرله. د هغه په وینا، د دوی له راتګ سره په وچو او کمحاصله ځمکو کې د کرنې زمینه برابره شوه، چې ورسره د سیمې اقتصادي وضعیت هم ښه شو.
طاهر وايي، پخوا په ډېرو ځمکو کې یوازې غنم کرل کېدل او حاصل یې تر ډېره پر باران پورې تړلی و، خو د افغان کډوالو له راتګ وروسته د ځمکو د ابادولو ترڅنګ د کرنې بڼه هم بدله شوه. هغه ادعا کوي چې پخوا به ځینو بزګرانو شاوخوا دېرش اېکړه ځمکه کرله، خو اوس د کارګرانو د نشتوالي له امله یوازې نږدې لس اېکړه ځمکه کري.
د بلوچستان د کرنیزو څېړنو ادارې مشر ډاکتر محمد قاسم هم د سیمې په کرنیز بدلون کې د افغان کډوالو ونډه مهمه بولي. نوموړی وايي، د دوی په مرسته په قلعه سیف الله کې د سبزیو او بېلابېلو مېوو کرکېله پراخه شوه او د خلکو په خوراک او اقتصاد کې یې بدلون راوست.
د بلوچستان د کروندګرو د اتحادیې مرستیال مشر عبدالله موسازی وايي، د افغان کډوالو له وتلو وروسته نه یوازې د کرنیزو کارګرانو پیدا کول سخت شوي، بلکې د حاصلاتو کچه هم راټیټه شوې ده. د هغه په وینا، ځینې کروندګر اوس د خپلو کورنیو د اړتیا وړ غنم هم په سختۍ برابرولای شي او د پخوا په پرتله د یوه بشپړ فصل د ترلاسه کولو توان نه لري.
د قلعه سیف الله د کروندګرو شکایتونه داسې مهال مطرح کېږي چې له پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ له څو کلونو راهیسې روانه ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د اکتوبر تر درېیمې پورې شاوخوا ۷۱۵ زره او ۴۰۰ افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي؛ په دې شمېر کې په خپله خوښه ستانه شوي او له پاکستانه ایستل شوي کسان دواړه شامل دي.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا، له قلعه سیف الله څخه د ستنو شویو افغانانو کره شمېر نه دی معلوم، خو د هغوی له تګ وروسته د کارګرانو کمښت په څرګند ډول محسوس شوی دی. دوی اندېښنه لري چې که دا وضعیت دوام وکړي، د مېوو او سبزیو تولید، د بزګرانو عاید او د سیمې د خلکو اقتصادي وضعیت به نور هم کمزوری شي.