د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

رضايي: د ایران غني شوي اټومي مواد به له هېواده بهر ونه لېږدول شي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د ایران د ملي امنیت شورا منشي محسن رضايي له پاکستاني پوځي مشر عاصم منیر سره په لیدنه کې د ایران د اټومي پروګرام او د دواړو هېوادونو د سرحدي لارو د بیا پرانیستلو په اړه خبرې کړې دي.

رضايي ویلي، د ایران له غني شویو اټومي موادو څخه به یوه ذره هم له هېواده بهر ونه لېږدول شي، ځکه د ده په وینا، دغه مواد د ایران دننه د استفادې لپاره لویه پانګه او ملي شتمني ده.

هغه زیاته کړې چې د ایران حکومت او ولس دې پایلې ته رسېدلي، تر هغه چې د امریکا باور رامنځته نه شي، له دغه هېواد سره خبرې اترې نه شي کېدای. رضايي ویلي، د باور د رامنځته کېدو لومړی شرط د ایران د شرایطو منل دي.

بلخوا، عاصم منیر د ایران او پاکستان ترمنځ د پولې د بیا پرانیستلو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو د سرحد ستونزه هواره شوې ده. د نوموړي په وینا، سرحدونه به د نن سهار له وخته بېرته پرانیستل شي.