د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

په افغانستان کې د بي‌بي‌سي راډیويي خپرونې ودرول شوې

افغان اتلان · پښتو
په افغانستان کې د بي‌بي‌سي راډیويي خپرونې ودرول شوې

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په هېواد کې د بي‌بي‌سي راډیويي خپرونې د هغې رسنۍ د پرله‌پسې سرغړونو له امله درول شوې دي.

د وزارت د رسنیو د څار رییس صفي‌الله رائد ویلي، د بي‌بي‌سي د راډیويي خپرونو د بندېدو پرېکړه د پرله‌پسې سرغړونو له کبله شوې ده.

بي‌بي‌سي هم په ټول افغانستان کې د خپلو راډیويي خپرونو بندېدل تایید کړي دي. د دې رسنۍ ویاند ویلي، چې د موضوع د حل لپاره له د اسلامي امارت له چارواکو سره په اړیکه کې دي.

تر اوسه په خپاره شوي معلوماتو کې د هغو سرغړونو جزئیات نه دي بیان شوي چې د راډیويي خپرونو د درولو لامل بلل شوي دي. د بي‌بي‌سي او افغان چارواکو ترمنځ د اړیکو پایله هم لا نه ده څرګنده شوې.