د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

افغانستان له بنګله‌دېش سره ټیسټ لوبه په مساوي پای ته ورسوله

افغان اتلان · پښتو
افغانستان له بنګله‌دېش سره ټیسټ لوبه په مساوي پای ته ورسوله

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ ټیسټ لوبه د دواړو لوبډلو له بریا پرته پای ته ورسېده. بنګله‌دېش افغانستان ته د بریا لپاره د ۴۷۹ منډو هدف ټاکلی و، خو افغان لوبډلې د پنځمې ورځې تر پایه د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۶ منډې وکړې.

افغانستان د لوبې په وروستي پړاو کې د هدف بشپړولو ته ونه رسېد، خو د خپلو مهمو لوبغاړو د مقاومت له امله یې له ماتې ځان وژغوره. په دې توګه سیالي د ډرا یا مساوي پایلې په توګه ثبت شوه.

صدیق اتل د افغانستان لپاره په دویمه پاڼۍ کې تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې. نوموړي ۱۱۱ منډې وکړې، په داسې حال کې چې کپتان رحمت شاه ۵۰ او قیس احمد ۴۹ منډې ترلاسه کړې.

دا د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ دویمه ټیسټ لوبه وه. له دې دوو سیالیو څخه یوه افغانستان او یوه بنګله‌دېش ګټلې ده، چې له همدې امله د دواړو لوبډلو د ټیسټ مخامخ سیالیو ریکارډ برابر پاتې دی.

افغانستان په ۲۰۱۸ کال کې د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړی و. له هغه وروسته افغان لوبډلې ۱۲ ټیسټ سیالۍ ترسره کړې دي؛ درې یې ګټلې، اووه یې بایللې او دوه نورې یې مساوي پای ته رسېدلې دي.

افغانستان به له دې ټیسټ وروسته د بنګله‌دېش او زمبابوې په ګډون په درې اړخیز یو ورځني ټورنمنټ کې ولوبېږي. ټاکل شوې چې د دې ټورنمنټ ټولې سیالۍ د متحده عربي اماراتو په ابوظهبي کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.