د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

ملګري ملتونه: له ۲۰۲۳ کال وروسته نږدې اووه میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي

افغان اتلان · پښتو
ملګري ملتونه: له ۲۰۲۳ کال وروسته نږدې اووه میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، له ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې نږدې اووه میلیونه کسان له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.

د دې ادارې مشر برهم صالح د کډوالو د ۱۹۵۱ کال کنوانسیون د ۷۵مې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې یاد کړ چې په پراخه کچه راستنېدونکي کډوال یې منلي دي.

صالح وویل، د افغانانو راستنېدل ډېری وخت په سختو شرایطو کې ترسره کېږي او تل د هغوی د خپلې خوښې پایله نه وي. هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې ټولنې له بېوزلۍ، د اساسي خدمتونو له کمښت او نورو ستونزو سره مخ دي.

د هغه په وینا، پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه هم د افغانانو وضعیت لا پېچلی کوي. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره او نور شریکان هڅه کوي چې له راستنېدونکو سره د بیا یوځای کېدو په برخه کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو چارواکي ټینګار کوي چې د دومره لوی شمېر راستنېدونکو د ملاتړ لپاره پراخه نړیواله پانګونه او دوامدار ملاتړ ته اړتیا ده. هغه بشري مرستې د خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره مهمې وبللې، خو ویې ویل چې یوازې د یوه بل کال ژوندي پاتې کېدل د بریا کافي معیار نه شي کېدای.

صالح وویل، اصلي بریا باید دا وي چې خلک بېرته د خپل برخلیک د ټاکلو توان پیدا کړي؛ کار وکړي، زده کړې وکړي، له خپلو کورنیو ملاتړ وکړي او د خپل راتلونکي په اړه پرېکړې وکړي.