د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

افغان ځوان لوبغاړي په عمان کې د اسیا جام لپاره د چمتووالي سیالۍ کوي

افغان اتلان · پښتو
افغان ځوان لوبغاړي په عمان کې د اسیا جام لپاره د چمتووالي سیالۍ کوي

د افغانستان کرکټ بورډ د ۱۹ کلنو لوبډله اعلان کړې او ټاکل شوې چې دغه ځوان ټیم د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۰مه عمان ته سفر وکړي.

د بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به په عمان کې د بنګله‌دېش د ۱۹ کلنو لوبډلې پر وړاندې پنځه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي. دغه لوبې به د اکټوبر له ۱۳مې تر ۲۳مې پورې ترسره شي.

افغان ځوانان به له کوربه عمان سره هم دوه یو ورځنۍ لوبې ولري. د دې سیالیو نېټې د اکټوبر ۲۷مه او ۳۰مه ټاکل شوې دي، خو د لوبو نور جزئیات په خپره شوې اعلامیه کې نه دي ورکړل شوي.

کرکټ بورډ وايي، د عمان دغه سفر او سیالۍ د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو اسیا جام لپاره د افغان لوبډلې د چمتووالي برخه ده. ټاکل شوې چې د اسیا جام سیالۍ د راتلونکي کال په نومبر میاشت کې په عمان کې ترسره شي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبغاړي له څه مودې راهیسې په ننګرهار کې تمرینونه کوي او له عمان څخه مخکې یې د لوبډلې د چمتووالي په کمپ کې ګډون کړی دی.