د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

پاکستان: د خېبر پښتونخوا حکومت دې له افغان طالبانو سره اړیکې پرې کړي

افغان اتلان · پښتو
پاکستان: د خېبر پښتونخوا حکومت دې له افغان طالبانو سره اړیکې پرې کړي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، د خېبر پښتونخوا حکومت ورسره موافقه کړې چې له افغان طالبانو سره اړیکې پرې کړي او د دې ژمنو د عملي کولو لپاره به په ۷۲ ساعتونو کې لیکلی تړون او تطبیقي پلان وړاندې کړي.

نقوي د یکشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه کې د ادعا شوې موافقې جزئیات خپاره کړي دي. د هغه په وینا، د خېبر پښتونخوا حکومت به د پاکستاني طالبانو او د افغانستان د طالبانو حکومت په کلکه وغندي او له افغان طالبانو سره به هېڅ ډول اړیکه نه ساتي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د خېبر پښتونخوا حکومت به د افغان کډوالو په اړه د اسلام‌اباد د ملي پالیسۍ ملاتړ هم کوي. په دې کې د افغان کډوالو بېرته ستنول او په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د کمپونو له منځه وړل شامل دي. هغه دغه راز ادعا کړې چې ایالتي حکومت به په خپلو اړوندو سیمو کې د وسله‌والو د ازادو فعالیتونو او خوندي پناه ځایونو د جوړېدو مخه نیسي.

نقوي ټینګار کړی چې امنیتي موضوعات باید سیاسي نه شي، ځکه د هغه په وینا خېبر پښتونخوا له جګړې سره مخ ده. د پاکستان مرکزي حکومت د دې احتمالي هوکړې خبره په داسې مهال کړې چې د تحریک انصاف ګوند پلویانو پراخ لاریون پیل کړی دی.

د لاریون تنظیموونکي وايي، حرکت د پلان له مخې د لکي مروت له ګنډي چوک څخه پیل شوی او تر هغه به دوام ولري چې د اساسي قانون برلاسي او د قانون حاکمیت تضمین شي. د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي تر نقوي مخکې په خپله اېکس پاڼه کې ویلي وو چې خپل وړاندیزونه یې د پاکستان د حکومت مذاکراتي ډلې ته سپارلي دي.

د افریدي په وړاندیزونو کې له افغان طالبانو سره د اړیکو پرې کولو، د افغان کډوالو د ایستلو یا د افغان او پاکستاني طالبانو د غندلو یادونه نه لیدل کېږي. هغه پر دې ټینګار کړی چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو، د خلکو د ژوند او مال د خوندي کولو او د دوامدارې سولې لپاره باید د مرکزي او ایالتي حکومتونو ترمنځ دوامدارې او معنا لرونکې مشورې وشي.

افریدي ویلي چې ترهګري پر خېبر پښتونخوا تپل شوې او د دغه ایالت له اوسېدونکو سره د دویمې درجې اتباعو په توګه چلند کېږي. د ایالتي حکومت په طرحه کې په پاکستان کې د حکومت او مخالفو ډلو ترمنځ د خبرو او ګډې هوکړې پر رامنځته کولو تمرکز شوی، او له مرکزي حکومت څخه د عمران خان او د هغه د مېرمنې، بشرا بي بي، لپاره په زندان کې د بې‌طرفه چلند او ټولو حقوقو غوښتنه شوې ده.