د ۲۰۰۱ کال بریدونه؛ د افغانستان د اوږدې جګړې او سیاسي بدلون پیل

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر اوومه د کابل په شپه کې د الوتکو او چاودنو غږونو هغه اوازې په واقعیت بدلې کړې چې د سپټمبر له یوولسمې وروسته خپرېدې. د امریکا په مشرۍ هوايي بریدونه پر کابل سربېره کندهار، جلالاباد او مزارشریف ته هم ورسېدل.
د بریدونو لومړني هدفونه هوايي ډګرونه، پوځي مرکزونه او ځینې نور ځایونه وو. د امریکا هغه مهال ولسمشر جورج ډبلیو بوش وویل چې د ده په امر د القاعدې پر مرکزونو او د طالبانو د رژیم پر پوځي تاسیساتو بریدونه پیل شوي دي. واشنګټن دا عملیات د سپټمبر له بریدونو وروسته د القاعدې او طالبانو پر وړاندې د پوځي اقدام په توګه اعلان کړل.
په بهر کې مېشتو افغانانو د خپل هېواد پر ضد د امریکا بریدونه وغندل. په جرمني او لندن کې پراخ لاریونونه وشول او په ایران او پاکستان کې افغان کډوالو هم د بریدونو پر ضد اعتراضونه وکړل. له بلې خوا، د طالبانو هغه مخالفان چې د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې پر محدودې جغرافیې راټول وو، د نړیوالو ځواکونو له ملاتړ سره د واک پر لور ورنږدې شول.
د امریکا هوايي عملیاتو د ۷۱ ورځو په ترڅ کې د طالبانو پنځه کلنه واکمني پای ته ورسوله، خو د جګړې اغېزې یوازې د حکومتونو تر بدلون محدودې نه وې. د کابل یوې اوسېدونکې، مرضیې، هغه مهال اسوشیتید پرېس ته ویلي وو چې په بریدونو کې یې د کورنۍ اته غړي له لاسه ورکړي او له خپلو شپږو ماشومانو سره بېسرپرسته او بېکوره پاتې شوې ده. دا روایت د هغو ملکي کورنیو له پراخو زیانونو یوه بېلګه وه چې د جګړې په لومړیو ورځو کې اغېزمنې شوې.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو د کار او زدهکړو په ګډون د ځینو فردي ازادیو محدودیتونو هم د خلکو پر دریځونو اغېز کړی و. د انتقالي ادارې د بهرنیو چارو وزیر عبدالله عبدالله یو کال وروسته وویل چې د طالبانو او القاعدې پر ضد مقاومت کوونکو، او د خلکو یوې برخې، د ائتلافي ځواکونو د بریدونو تمه لرله او هغه یې د بدلون پیل باله.
د اکتوبر اوومې عملیاتو افغانستان د دوو لسیزو جګړې پر لور بوت. په دې موده کې مرګژوبله، د نجونو د زدهکړو په ګډون د پرمختګ هڅې او د بیارغونې لویې پروژې یو ځای روانې وې. سره له دې، طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې بېرته واک ته ورسېدل؛ له افغانستانه د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونه ووتل او هېواد د لوېدیځو مشرانو له پرلهپسې سیاسي تګراتګ څخه هم لرې شو.