د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه سياسي او ټولنيزې ليکني

چين پر امريکا او امريکا پر چين د بشري حقونو د سرغړونو تورونه لګوي

افغان اتلان · پښتو
د ورېښمو لرغونې لار او یو کمربند او یوه لار | جان روان ځاځی

جان روان ځاځی

د چين او امريکا پر ډيپلوماتيکو اړيکو څلور لسیزې اوښتي، خو هر وخت له لوړو ژورو تېرې شوې دي.

دواړه هېوادونه له سوداګريزو او ډيپلوماتيکو اړيکو ور اېخوا د بشري حقونو د وضعيت په اړه هم يو پر بل تورونه او نېوکې کوي.

واشنګټن د چين په شينجيانګ، تبت او هانګانګ کې پر بېجينګ د بشري حقونو د سرغړوي تورونه لګوي، خو بېجينګ بیا دا هر څه خيالي او د امريکې د ځاني سوداګرۍ او بادارۍ لټه بولي.

بېجينګ بیا ډېری وخت په امريکې کې د بومي وګړيو د کمېدو او ورکېدو، د شتمنو او بېوزلو او سپين پوستو او تور پوستو ترمنځ د توپيري چلند او د تور پوستو او اسيايي اصله امريکايانو د بشري حقونو په اړه پر واشنګټن نېوکې کوي.

د يادو دواړو انتخابونو تر شا د انسانانو او ګردې کرې د برخليک او راتلونکي دوه بېل لوري موجود دي، چې دا نه يوازې د لویو هېوادونو، بلکې ټولې نړۍ پسې نږدې تړاو لري.

د نړۍ زبرځواکونه دوه انتخابونه لري، چې يو یې د يووالي او همکاريو پياوړتيا او بل يې د زيرو ـ سم مفکورې يا د سړې جګړې پر اساس د ډلو ټپلو جوړولو او پارولو انتخاب دی.

د لويو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي ناندرۍ او سيالۍ د نړۍ پر وړاندې موجودې ستونزې نشي حل کولی، بلکې لا یې پسې ډېرولی شي.

چين او امريکا د نړۍ دوه لوی اقتصادونه دي، که دواړه خواوې يو د بل درناوی او په سولې کې ښه ژوند وکړي او په همکاريو کې ګډې ګټې ولټوي، نو توپيرونه به یې ليرې او د ښه ژوند سمه لاره به ومومي او همکارۍ به يې ټولو هېوادونو ته ګټې ورسوي.

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر اوس تازه د مې په ۲۹مې نېټې په تېر ۲۰۲۳م کال کې له بشري حقونو څخه د امريکا د سرغړونو راپور خپور کړی او د دغه هېواد د بشري حقونو وضعيت یې پکې سپړلی او څېړلی دی.

چين له امريکې غوښتي، چې د بشري حقونو پر وړاندې ستونزې لرې او د خپلو خلکو هيلې پوره او د نړيوالو اندېښنو ته ځواب ووايي.

د چين د دغه راپور پېل په سريزې شوی او ورپسې د امريکې مدني او سیاسي حقونو، نژاد پرستۍ، اقتصادي او ټولنیزه نابرابرۍ، د ښځو او ماشومانو حقونو، کډوالۍ، تسلط او بشري کړکېچونو په اړه مالومات ورکړل شوي دي..

راپور وايي، په تېر ۲۰۲۳م کال کې په امریکا کې د بشري حقونو وضعیت د پر له پسې خرابېدو په حال کې و او بشري حقونه يې د ۲ قطبي اړخونو په لوري روان وو.

د دغه راپور په ټکو، په امريکا کې مدني او سیاسي حقونه په ژبه پاتې شوي، د ټوپک تاوتریخوالی او د ډزو پېښې پکې زياتې شوي او د خلکو ژوند ته یې سخت ګواښ پېښ شوی دی او سیاسي ګوندونه يې بیا په خپلمنځي سختو لانجو او ناندريو بوخت دي…

چين وايي، امريکا کې د ” کارګرو بېوزلي” پراخه شوې، د بې کوره وګړو شمېر يې نوی ريکارډ جوړ کړی او د بډای او غریب ترمنځ توپیر پکې نور هم پراخ شوی دی. امریکایي سیاستوال د کډوالو حقونو او ګټو ته درناوی نه کوي او له اوږدمهال راهیسې د تسلط، یو اړخیزم او د قدرت سیاست تعقیبوي.

راپور وايي، په امريکا کې بشري حقونه د لږ شمېر امريکايانو امتیازات ګرځيدلي او دغو ستونزو یې د بشري حقونو د نړيوالو چارو پر سالم پرمختګ هم بد سیوری غوړولی او پر وړاندې يې سخت ګواښونه او خنډونه جوړ شوي دي.

امريکې د چين د ياد راپور د څرګندونو په اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې تل پر دغه هېواد د بشري حقونو په شمول ډول ډول تورونه لګولي او چين بیا ټول رد کړي دي.

بېجينګ وايي، امريکا پرې د سوداګرۍ د بندیزونو او بشري حقونو په پلمه بنديزونه لګوي او پرمختک مخه يې نيسي.

د چين او امريکې ترمنځ معمولاً سیاسي کشمکش او سوداګریزې ناندرۍ روانې وي او يو پر بل تورونه لګوي، خو تراوسه یې ترمنځ سپېناوی ونه شو او اړیکې يې هميشه تاوجنې روانې وي.

 د لویو هېوادونو ترمنځ ناندرۍ او جنجالونه پر ټولې نړۍ او په تېره بیا مخ پر ودې هېوادونو ډېره اغېزه کوي.

نړيواله ټولنه د دغو دواړو هېوادونو ننداره کوي او په ډاګه تور ته سپين او سپين ته تور نه شي ويلی، ښايي ځيني نازکتونه به پالي او مخ پر ودې يا پرمختيايي هېوادونه بيا پر خپلو ګټو ويريږي.

کتنې۰