د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه سياسي او ټولنيزې ليکني

ترکیه، عربستان او پاکستان؛ د نوې لوبې په لور

افغان اتلان · پښتو
ترکیه، عربستان او پاکستان؛ د نوې لوبې په لور
 زلمی نصرت
دنمارک
د مکې د دفاعي تړون د غړو د لوړپوړو نظامي چارواکو سفر تهران ته په داسې حساس پړاو کې ځانگړی اهمیت لري، چې د ایران او امریکا مذاکرات له بن بست سره مخ شوی او د جگړې د پراخېدو گواښونه مخ په زیاتیدو دی.
ترکیه د ناټو غړی، سعودي عربستان د امریکا مهم متحد او پاکستان، ایران ته د یو ناباوره منځگړي په توگه د یوې پېچلې معادلې برخې دي. دوی غواړي چې د امریکا، اسرائیلو او ایران ترمنځ د خپلو امنیتي، سیاسي او اقتصادي گټو او سیمه‌ییز ثبات ترمنځ توازن وساتي.
که د ایران پر وړاندې ودرېږي، د تهران له جدي او‌سخت غبرگون سره مخ کېدای شي؛ او که بې‌طرفي غوره کړي، لرې له تصوره به د واشنگټن له فشارونو سره مخ شي. له همدې امله، تهران ته دا سفر ښايي د پیغام رسولو، د جگړې د مخنیوي او د مذاکراتو د بیا فعالولو  د هڅو  په خوا کې

هغوی تر بل هر څه د خپلو گټو او د ځان په فکر کې دي؛ ځکه د حالاتو باد دوی یې هم د بام تر څنډې رسولې دي.

اوس اصلي پوښتنه دا ده: چې ایا سیمه‌ییز قدرتونه د مکې د دفاعي پیمان غړو  ، په شمول د روسیې او چین  هم غواړي چې ایران له دې کړکېچ څخه د یوه پیاوړي او خپلواک دولت او ځواک په توگه سر پورته کړي،که هڅه کوي د ایران سیمه‌ییز  او نړیوال نفوذ او رول محدود کړي؟
د  امریکا، اسرائیلو او ایران راتلونکي مقابله به دا روښانه کړي، چې ډیپلوماسي به بریالۍ شي، که سیمه به د لا ژور او پراخ تقابل او بدلون پر لور ولاړ شي.؟