د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه سياسي او ټولنيزې ليکني

د ټولنیزو رسنیو شنه پړانګان | شاه‌محمود میاخیل

انځور پاڼه
اکثره افغانان د تناقضاتو مجموعه ده| شاه محمود میاخېل

ادبي، هنري، سیاسي او د ټولنیز خدمت ژوند ډیرې ښیګڼې او کمې بدیانې لري.

یوه بدي یې دا ده چې یو کس به یو قدم د خیر لپاره کله نه وي اخستی، په خپل کور او کلي کې به هم څوک پرې حساب نه کوي، یا هیڅ علمي، تعلیمي، ټولنیز او سیاسي بصیرت به نه لري، خو په نورو باندې به د نیوکو شنه پړانګان وي.

په ټولنیزو رسنیو کې نن سبا دا شنه پړانګان زیات شوي ځکه اکثره وزګار یا خیرات ته ناست دي.

ځینې لا پیژنم چې نیټ هم د خیرات په روپو فعالوي خو بیا شنه پړانګان بریتې تاووي چې د وطن خدمت کوم.

زما وړاندیز او مشوره دغه شنو پړانګانو ته دا ده چې د ټولنیزو رسنیو نه د زده کړې په توګه استفاده وکړي او خپل ځانونه په داسې مسایلو بوخت کړې چې تاسي او ستاسي کورنۍ ته د اوږدمهال ژوند لپاره ګټور وي.

ټولینزې رسنې یو ځل مصرف لوښي دي او ډیر وخت ضایع کول پرې نه دی پکار. نیټ یا اکونټ دې بند شو او د ټولنیزو رسنیو نه ووتلې بیا مو په یو خروار لیټې هم څوک نه حسابوي او ژوند به مو هسې عبث تیر شوې وي.

هدف مې دا دی چې هر څوک د خپل ځان لپاره یوه مؤخه وټاکي چې ټولنیزې رسنې د څه لپاره کاروي او ګټه یې څه ده؟ بې مؤخې هره ورځ د ځانونو نه شنه پړانګان جوړول څه ګټه نه لري.

شاه محمود میاخیل

د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول او د ننګرهار پخوانۍ والي