د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه تاريخي ليکنې

په دې ورځ د ډیورنډ کرښې سند لاسلیک شوی

انځور پاڼه
په دې ورځ د ډیورنډ کرښې سند لاسلیک شوی

له نن څخه 132 کاله پخوا د ۱۸۹۳ د نوومبر په ۱۲ مه د افغانستان د هماغه مهال د پاچا عبدالرحمان خان او په هند کې د بریتانیا د استازي مورتمر ډیورنډ ترمنځ یوه موافقه لاسلیک شوه چې پر اساس یې د افغانستان په زړه کې په همدې نوم (ډیورنډ) د بېلتون کرښه وایستل شوه.

دا کرښه ۲۴۳۰ کیلومتره اوږده ذه.

د افغانستان حکومتونو هیڅکله دا کرښه په رسمیت نه ده پېژندلې او ویلي یې دي چې عبدالرحمان خان له انګرېزانو سره په دې موافقه کړې وه چې تر هغو چې انګرېزان په هندوستان کې وي، افغانستان ته د یو شمېر امتیازونو په بدل کې به دا سیمه د انګرېز تر کنټرول لاندې وي خو د انګرېز د استعمار له پای ته رسېدو وروسته به بېرته له افغانستان سره یوځای کېږي.

د ډیورند کرښې د لاسلیکېدو په مهال د پاکستان په نوم هیواد نه و او کله چې انګرېزان له هندوستانه وتل، د پاکستان او هندوستان ترمنځ د یوه د غوره کولو لپاره یې ټولپوښتنه وکړه حال دا چې محکومو پښتنو د درېیم انتخاب غوښتنه کوله یعني په ریفرنډم کې دې یوازې دا دوه انتخابه نه وي چې هندوستان که پاکستان غواړي بلکې دا دې هم وي چې ایا له دواړو خپلواک اوسېدل غواړي او ایا له افغانستان سره یوځای کېدل غواړي.

خو انګرېزانو په سیمه کې د یوې اډې د لرلو په خاطر په ۱۹۴۷ کې پاکستان جوړ کړ او د یورند کرښه یې د دوو هیوادونو ترمنځ لانجمنه پرېښوده.

د امیر عبدالرحمن خان او د بریتانیايي هند د بهرنیو چارو د وزیر هنري مورتمر ډيورنډ ترمنځ د ډیورنډ کرښې په نوم لاسلیک شوی تړون اووه مادې لري. په دې تړون کې هیڅ ځای ډیورنډ لاین د یو دایمي سرحد په توګه نه دي یاد شوی بلکې ټولې مادي یې د هغه وخت د بریتانیايي هند او امیر عبدالرحمن خان ترمنځ پر دې کرښه د پرتو سیمو په تنظیم او ویش راڅرخي. په دې اووه ماده يي تړون کې، یو ځل د «فرنټیر لاين» یوځل د «باونډری» پنځه ځله د«فرنټیر» یوځل د«باونډری لاین» او یو ځل د«بارډر» ټکی خوندی شوی دي چې دا ټول تناقض او ابهام د دې تړون په موقتوالي دلالت کوي.

بریتانوي څیړونکی هیریس په لندن کی د خپلې دوکتورا په تیزیس کې لیکي: «په واقعیت کې د یو قوم د ویشلو په هکله د [ډیورنډ] د تړون یوازینی ثبوت هغه لیکه ده چی د تړون په نقشه ایستل شوې ده، او امیر [عبد الرحمن] دغه نقشه نه ده لاسلیک کړې.

ګڼ بریتانیايي او افغان تاریخ پوهان داسې اسناد او شواهد لري چی بـرتانویانو د پاکستان تر جـوړولو پـوری د ډیورنډ لیکې ته د بین المللی لیکی په سترګه نه وو کتلي.

3- افغان چارواکو له هماغه پیله هیڅکله دا کرښه د سرحد په توګه نه ده منلې.

امیر عبدالرحمن خان په خپلو یادښتونو کې دا یوه موقته او په زور تپل شوې کرښه بللې او هیله یې څرګنده کړې چې یو وخت به بریتانویان له هنده ووځي او افغانان به خپله نیول شوې خاوره بیرته ترلاسه کړي.

په امیر عبدالرحمن خان پسې، امیر حبیب‌الله خان، امیر امان‌الله خان او نادرخان راغلل چې هر ځل بریتانوي هند اړ کړي چې د دې تړون دوام تایید کړي، دا کار خپله د دې تړون پر موقتوالي دلالت کوي. دې درې واکمنو هم له عبدالرحمن خان را وروسته له بریتانوي هند سره د ډیورنډ کرښې د تړون موقت دوام یو ډول تایید کړی خو هیڅ داسې سند نه شته چې دوی دې دا کرښه د رسمي یا دایمي سرحد په توګه منلی وي. بلکې د هماغه عبدالرحمن خان له خوا د شوي تړون دوام ته يې غاړه ايښې.

خو د پاکستان پر جوړیدو هیڅ افغان چارواکي له پاکستان سره دا کرښه د سرحد په توګه په رسمیت نه ده پېژندلې. ان د برهان الدین رباني او طالبانو په څیر حکومتونه چې پاکستان پر افغانستان تپلي وو، هم دې ته چمتو نه شول چې له پاکستان سره د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد په توګه تایید کړي.

4- پاکستان د بریتانوي هند حقوقي ځای ناستی نه دی

برتانوي هند له رنجیت سینګ، شاه شجاع، امیردوست محمدخان، امیر محمدیعقوب خان، امیر عبدالرحمان خان، امیر حبیب‌الله خان، امان الله خان او  محمدنادر شاه سره حقوقي او سیاسي راشه درشه ساتلې وه، نه له پاکستان سـره. ځکه هغه مهال پاکستان هیڅ (حقوقي، سیاسي، تاریخي، کلتوري) وجود نه درلود. پاکستان چی هیڅ موجود نه و، څنګه به ورنه د ښکیلاکګرې بریتانیا وارث شي؟

کله چې د ۱۹۴۷ م په اګست کې بریتانوي هند وویشل شو او پاکستان رامنځ ته شو، افغانستان لومړنی او یوازینی هیواد و چې په ملګروملتونو کې یې د پاکستان د غړیتوب مخالفت وکړ او په لومړي ځل یې د ډیورنډ کرښې اخوا د پښتنو او بلوڅو د حقونو ناره او خپله ادعا په نړیوال سټیج راپورته کړه. په همدې وخت کې د لومړي ځل لپاره د بریتانیا د مشترک المنافع چارو وزیر نیول بیکر د دې هیواد په پارلمان کې پاکستان خپل میراث خور وباله او د ډیورنډ کرښه یې په لومړي وار بین المللي پوله وبلله.

5- له ډیورنډ کرښې پورې غاړه پښتنو د پاکستان جوړیدا او دا کرښه نه ده منلې

د ډیورنډ د۲۴۳۰ کیلو متره اوږدې کرښې پورې غاړه پښتنو د ډیورنډ د کرښې په خلاف د هماغه پیل راهېسې وسلوال پاڅونونه پیل کړي وو، د انګریزانو چاوڼۍ یې وسوزولې او کله چې پاکستان جوړ شو د باچاخان په مشرۍ د کوزو پښتنو په میلونونو کسانو مظاهرې او اعتراضونه وکړل او د ډیورند کرښې د له منځه وړو نارې یې پورته کړې، چې د پاکستان د زپوونکو اقداماتو او د افغانستان د ورانونکي جګړې سربیره تر ننه هم په کوزه پښتونخوا کې ددې کرښې خلاف احساسات پر ځای پاتې دي.

6- ظاهرشاه د ډیورند کرښې د له منځه وړلو درې مهم فرصتونه ضایع کړل

په ۱۹۴۷ م کې چې د پاکستان په نوم يو نوی مملکت جوړ شو نو له قبايلي سيمو انګريزان ووتل. د برتانیا هند ټولې چاوڼۍ، ودانۍ پاکستان ته پاتې شوې او په دې توګه پاکستان ځان د بریتانیا او افغانستان ترمنځ د حقوقي تړونونو میراث خور هم وباله. په کابل کې د برتانیا د سفارت ودانۍ هماغه وخت د پاکستان لاس ته ورغله.

تاریخ پوهان په دې باور دي چې هغه وخت د افغانستان د پاچا محمد ظاهر شاه لپاره يوه ښه موقع وه چې پرخپلې سيمې يې دعوه کړی وی. خو د ظاهرشاه حکومت د ناڅرګندو دلایلو له کبله یوازې په بیانونو کې دا دعوه توده وساتله او د خپلې خاورې د نیولو لپاره د پیاوړي پوځ په لرلو سربیره هم عملي اقدام ونه کړ. د هغه وخت د حکومت چارواکي ددې فرصت بایللو په اړه بیلابیل دلایل بیانوي خو یو هم په سمه توګه نه شي توجیه کیدای.

دویم غوره فرصت چې په کې افغانستان پر خپلې خاورې دعوه کولی شوی په ۱۹۶۵ م کال کې هغه مهال چې پاکستان په خپل ټول پوځي توان هند سره په جنګ اخته و، افغانستان په یو پراخ پوځي بريد کې دا سيمې نيولې شوې خو افغان حکومت نه یوازې د خپلې پلرنې خاورې د بیرته تر لاسه کولو لپاره پوځي اقدام ونه کړ بلکې د هندوستان پر ځینو بمباریو  یې چې د پېښور پر هوايي ډګر شوې وې د افغانستان له خوا اعتراض هم وشو.
د افغانستان لپاره د ډیورنډ لاین د له منځه وړلو لپاره درییم ښه فرصت په ۱۹۷۱ م کې هغه مهال و چې د پاکستان زيات پوځ په بنګال او وروستو هند کې بند شو، بنګله دیش ازادي واخیسته، خو افغانستان د محکومو پښتو د ازادي لپاره په دې مناسب وخت کې غوڅ اقدام ونه کړ.

7- اسلامي بنسټپالو ډلو په سیمه کې د ډیورنډ د کرښې پر ضد ولسي داعیه وځپله

په افغانستان کې د ظاهر شاه او ورپسې سردار محمد داود په واکمنۍ کې او تر هغې راوروسته موده کې په افغانستان کې او له پولې اخوا په کوزه پښتونخوا کې اسلامي بنسټ پالې ډلې تل د پاکستان د پوځ تر مستقیم اغیز لاندې وې او ځینې یې پاکستاني او بریتانوي استخباراتي ادارو د ډیورنډ لاین پر ضد د ولسي احساساتو  د کمزورې کولو لپاره رامنځ ته کړې.

د پاکستان او افغانستان یو شمیر بنسټپالو اسلامي ډلو د افغانستان د ملي ارزښتونو د کمزوري کولو لپاره پرلپسې هڅې وکړې او هڅه یې وکړه چې  په کوز او بر پښتنو کې د ډیورنډ کرښې پر ضد شته کرکه راکمه کړي.
په افغانستان کې اسلامي جهادي تنظیمونو د پاکستان د پوځ او مذهبي ډلو سره یو ځای په مستقیم او غیرې مستقیم ډول  کوښښ وکړ چې  دواړو خواوو ته د ډیورنډ د کرښې نه منونکي ملي خوځښتونه وزپي چې دا چاره تر اوسه هم دوام لري.

په تیرو درې لسیزو کې د شوروي یرغل او د افغانستان له جهاد څخه د پاکستان استفاده او ورپسې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د طالبانو راپورته کول ددې سبب شول چې په سیمه کې ناخوالې دومره زیاتې شي چې خلک د ډیورنډ کرښې پر ضد کرکه هېره کړي.

8- پاکستان له هر افغان حکومت څخه د ډیورنډ د کرښې د منلو غوښتنه کړې

د پاکستان له رامنځ ته کیدو راوروسته پاکستان پر لپسې له بیلابیلو لارو د وخت پر افغان حکومتونو فشار راوړی چې د ډیورنډ کرښه دې د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي سرحد په توګه تایید کړي. دوی د ظاهر شاه او داود خان د واکمنیو پر ضد د حزب اسلامي د هغه وخت غړي لکه حکمتیار، مسعود او نور لا د کمونیستانو تر کودتا مخکې بریدونو او وسلوال مخالفت ته هڅول او دوی ته یې وسلې ورکولې.  دې ډلو لا هماغه مهال په افغانستان کې د ښونځیو سوزول او د پلونو نړول پیل کړي و.

کله چې کمونیستانو کودتا وکړه پاکستان ته لا ښه پلمه په لاس ورغله او د مجاهدینو تر شا د همدې لپاره ودرید څو د افغانستان مرکزي حکومتونه کمزوري کړي او دا کرښه پرې ومني.

اسناد ښيي چې پاکستان په تیرو درې لسیزو کې  د رباني، طالبانو او حامد کرزي له حکومتونو وخت پر وخت د رسمي سرحد په توګه ددې کرښې د منلو غوښتنه کړې، خو دې نظامونو که غوښتل یا نا غوښتل ددې کرښې د تایید توان یې نه درلود.

پخواني ولسمشر حامد کرزي وخت په وخت دا خبره په ډاګه کړې چې پاکستان ورڅخه  په رسمي غونډو کې د طالبانو له ملاتړ څخه د لاس اخیستو په بدل کې په څرګنده د ډیورنډ کرښې د منلو او له هندوستان سره د اړیکو د پرې کولو غوښتنه کړې چې نوموړی وايي نه یې ده منلې. د اشرف غني په مشرۍ اوسنی حکومت هم په دې اړه له د پاکستان له جدي غوښتنې سره مخ دی.

9- د امریکا او بریتانیا په شمول یو شمیر هیوادونه ډیورنډ د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله ګڼي خو یو شمیر یې نه مني.

د امریکا ، بریتانیا او سعودي عربستان په شمول ځینې هیوادونه ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي سرحد بولي خو ددې سرحد لانجمن وضیعت هیڅ هیواد نه ردوي. له همدې کبله خو د ملګرو ملتونو په شمول نړیواله ټولنه تل د دواړو لورو ترمنځ په دې اړه یوې وروستۍ پریکړې ته د رسیدو لپاره د خبرو اترو او جوړجاړي غوښتنه کوي.

همدارنګه د هندوستان په څیر یوه وړه ډله هیوادونه داسې هم دي چې ډیورنډ لاین ته لکه د افغانانو په څیر د یوې تپلې شوې کرښې په سترګه ګوري او ګرد سره یې د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په توګه نه مني.

10- حکومتونه په یوازې سره د ډیورنډ کرښې په اړه پریکړه نه شي کولی

د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان د حکومتونو څخه ډیره د پښتنو د ستر ولس مسله ده چې ددې کرښې په اوږدو تر شپیتو میلونو څخه په زیات شمیر کې پراته دي او دې کرښې په دوو برخو داسې ویشلي چې د یوې کورنۍ غړي یې سره بیل کړي.

ددې کرښې د منلو او یا نه منلو په اړه هره پریکړه هم په همدې پراخو پرګنو یا د دوی په منتخبو استازو پورې تړلې ده.

د نړیوالو حقونو له مخې په سیمه کې یوه پراخه، بې پرې او عادلانه ټولپوښتنه ددې کرښې برخلیک ټاکلی شي، د کومې ټولپوښتنې لپاره چې اوس شرایط نه دي برابر.

له دې پرته که ولسونه په دې اړه پریکړو کې شامل نه وي د حکومتونو ترمنځ هر ډول پریکړې به بیا هم لکه عبدالرحمن خان او بریتانوي هند ترمنځ تړونونو ته ورته وي چې کاغذ کې به وي خو هغه ولسونه به یې هیڅکله هم ونه مني چې پر خیټه یې دا کرښه ښکل شوې ده.

11- ایا د ډیورنډ کرښې د معضلې حل نشته؟

ولې نه. لکه مخکې مو چې وویل که په سیمه کې داسې شرایط رامنځ ته شي چې د کرښې دواړه غاړې میشت پښتانه چې دې کرښې ویشلي په بې طرفه او ازاده توګه خپله اراده څرګنده کړی شي او د هغوی ارادې ته درنښت تضمین شي کولای شي ددې کرښې په اړه یوې دایمي پریکړې ته لاره هواره کړي.

البته افغان حکومت د کوزو او برو پښتونو د یوې لویې جرګې په ترڅ کې د دې کرښې په اړه بحث او خبرې پیلولی شي چې ښايي اوږد وخت ونیسي څو پریکړې ته ورسیږي.

همدارنګه د افغانستان او پاکستان حکومتونه کولی شي پر کرښې د کړکیچ راکمولو لپاره پر ځینو موقتو حل لارو غور وکړي څو د معضلې یو دایمي حل ته لاره هواره شي.

دې کې هیڅ شک نه شته چې ددې کرښې پر سر راپورته شوي کړکیچ د کرښې دواړه غاړه پښتانه ناارامه کړي او دا سمه نه ده چې په اړه دې هیڅ ډول خبرې نه کیږي. خبرې کیدای شي خو دا خبرې باید د دواړو لورو د حکومتونو په صلاحیتونو پورې محدودې وي او د کرښې په اوږدو کې د پرتو ولسونو خوښه او خیر ښیګڼه باید په کې شامله وي.

مینه احمد