بې سیمه هیډفون او نور وسایل روغتیا ته مضر دي؟

مینه احمد
که څه هم ځینې ځېړنې وايي چې بې سیمه یا وایرلیس هیډوفونونه د انسان روغتیا ته ضرر نه لري خو ځینې نورې څېړنې بیا د دې بالعکس خبرداری ورکوونکې دي.
د ټکنالوژۍ د پرمخګ له کبله ورځ په ورځ بې سیمه وسایل زیاتېږي. نن سبا د کور ډیر وسایل لکه د کور زنګ، لوډسپېکر ، تلویزیون او هیدفونونه بې سیمه کار کوي خو دغو وسایلو روغتیا ته اندېښنې هم ډیرې کړي دي.
څېړونکي په دې څېړنه کوي چې ایا دا وسایل د انسان پر روغتیا منفي اغیز لري او که یې لري څومره یې لري. تر ټولو ډیره اندېښنه د دغو وسایلو او سرطان د ارتباط په اړه ده.
د Roskachestvo ډیجیټل تخصصي مرکز مشر انتون کوکانوف په دې اړه پرایم خبري اژانس ته وویل: که څه هم په دې اړه کره شواهد نه شته، خو بیا هم بې له شکه چې بې سیمه غوږۍ د انسان د روغتیا لپاره زیان لري، هغه زیاته کړه چې که څه هم د موبایل تیلفون تر کارولو د غوږیو کارول غوره دي خو بیا هم باید غوږۍ په محدود ډول (په ورځني ډول تر درې ساعتونو) پورې وکارول شي.
د ښاغلي کوکانوف په خبره، په لاره د تګ او ویده کېدو په وخت کې باید په هیڅ صورت له دې غوږیو څخه کار وانخیستل شي، هغه همدارنګه وویل، لوړ غږ د انسان د روغتیا لپاره زیان لري، نو له همدې امله په هیڅ ډول غوږیو کې په لوړ غږ سندرې یا کوم بل څه مه اورئ.
کارپوهان زیات وخت د ټکنالوژیکي وسایلو د زیان په هکله خبرې کوي، نو له همدې امله باید له ټولو ټکنالوژيکي وسایلو څخه تروسه وسه لږ او یوازې د اړتیا په وخت کې کار واخیستل شي.